افغانستان

ټاکنې؛ اوه تنه نوماندان له وروستي لیسته وایستل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي اوه تنه نوماندان يې پر بېلابېلو علتونو له وروستي لیسته ایستلي دي.

د دې کمیسیون مسؤلین وايي دغه اوه تنه د زنداني کېدو، کم عمرۍ، دوه ګوني تابعیت لرلو او له رسمي دندو د استعفی نه ورکولو له امله له لیسته ایسته شوي دي.

په دې کسانو کې په فراه کې د عبادلکریم شفق په نوم هغه نوماند هم شامل دی چې، په زندان کې دی او زوی يې ټاکنیزه مبارزه پر مخ وړله.

له میدان وردګو روهینا وليزۍ، له هرات نه حبیب الله غوریاني او احمد شاه سادات حسیني، له کندوزه عبدالله ساحل، له غور نه غلام نبی ساقي او له بلخ نه سمیرا خیرخواه، هغه نوماندان دي چې د پورته یادو سرغړونو له امله له لیسته ایستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x