ننګرهار: د تورخم دروازه به د دوو ورځو له پاره بنده وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ د کرښې تورخم دروازه به د ولسي جرګې د ټاکنو په مناسبت دوه ورځې بنده وي.

د ننګرهار ولايت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دغه دروازه به له نن ماښام (پنجشنبه ماښام) څخه د يکشنبې تر سهاره ( د تلې تر ۲۹ مې) پورې د هر ډول تګ راتګ په له پاره بنده وي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي دي چې دا لاره به د ولسي جرګې د ټاکنو د امنيت د خونديتوب په موخه بنده وي چې د پنجشنبې له ماښام څخه د يکشنبې تر ورځې پورې هيڅ ډول مسافرو او وسايطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه لاره وخت په وخت د ځينو ځانګړو وختونو له پاره بنده شوې ده خو تر اوسه د سپين بولدک او نورو لارو د بنديدو په اړه د افغانستان حکومت څه نه دي ويلي.

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې چې له سختو امنیتي ګواښونو او ننګونو سره مخ دي د شنبې په ورځ د تلې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

طالبانو په دغو ټاکنو د بريدونو ګواښ کړی دی او له ولس څخه يې غوښتي چې په دې پروسه کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د