
د استرالیا او پاکستان ترمنځ ټیسټ سیالۍ کې خندونکې پېښه/ ویډیو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د متحده عربي اماراتو په ابو ظبي لوبغالي کې د پاکستان او استرالیا ترمنځ سیالۍ په دوران کې یوه خندونکې پېښه رامنځته شوه، چې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپره شوه.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستان توپوهونکي اظهر علي د توپوهنې پرمهال سلیپ خواته شاټ وواهه، له منډې جوړولو پرته یې له خپل ملګري سره د څلوریزې خوشالي لمانځله، فکر یې کاوه توپ د پولې خواته لاړ او څلوریزه پوره شه، خو پولې ته له رسېدو وړاندې توپ ودرید، چې له هغې ځایه میچل سټارک په چټکۍ سره توپ د کیپر خواته واچاوه او اظهر علي یې رن اوټ کړ.
د اظهر علي د خندونکي رن اوټ ویډیو:
https://www.youtube.com/watch?v=cztTK4wQ4IA
اظهر علي چې ۶۴ منډې یې جوړې کړې وې د داسې پېښې ښکار شو چې هیڅ تمه یې نه کوله، نوموړي باور لاره چې توپ په چټکۍ سره د پولې (بانډرۍ) خواته لاړ، خو نوموړي نه د لوبڅار خواته وکتل او نه هم د توپ پر خوا، چې ددغې کړنې سزا یې وزغمله او د لوبڅار لخوا اوټ ورکړل شو.
د پاکستان او استرالیا ترمنځ دویمه ټیسټ سیالۍ په ابو ظبۍ لوبغالي کې دوام لري، چې په درېیمه ورځ پاکستان لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۱۵ منډې جوړې کړي او د ۴۶۲ منډو وړاندې والی لري، له دې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې چې د پاکستان په ګټه روانه وه استرالیا لوبډلې په زړه پورې مبارزه وکړه او لوبه یې مساوي کړه.