fbpx

کندهار: د ولايت مقام کې د ناټو او داخلي چارواکو په غونډه ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په مقام کې دننه د ناټو دقومندان او کورنيو چارواکو ترمنځ په غونډه کې دزې شوي دي چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

د کندهار سيمه ييزې سرچينې وايي چې د کندهار ولايت په مقام کې هغه مهال ناتاره ډزې وشوې چې د ولايت په مقام کې د ناټو د ځواکونو د قومندان او ولایتي چارواکو ګډه غونډه روانه وه.

سرچينه وايي چې نن د کندهار ولايت مقام په ودانۍ کې د ناټو قومندان، يوناما مشر، والي، امنيه قومندان او نورو
ګڼو مهمو چارواکو غونډه روانه وه چې ناڅاپه چاودنه وشوه او له هغې وروسته سختې ډزې وشوې.

په دغه پيښه کې داخلي چارواکو او بهرنيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د تلفاتو په اړه تر اوسه کره شميره نشته.
.د سيمې اوسیدونکو نن ټکي اسيا ته ویلي دي چې له ډزو وروسته د کندهار ولايت مقام شاوخوا ډيرې چورلکې راغلې

او سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

سرچينه وايي چې په دغه پيښه کې د کندهار د والي وياند او امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم ټپي شوي دی.
د ولايت په داخل کې د پژواک خبري اژانس خبريال بشير احمد نادم هم بند پاتې دی او وايي چې لاهم ډزې روانې دي او وضعيت خراب دی.

تيره ورځ هم له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته د يو نوماند عبدالجبار قهرمان په ټاکنيز دفتر کې چاودنه وشوه چې له امله يې نوموړی له درې مشاورينو سره يو ځای ووژل شو.

په دې اړه د نورو معلوماتو له پاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د