fbpx

د یوګنډا هېواد څلویښت کلنه میرمن د ۴۴ ماشومانو مور ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د ختیځې افریقا په «یوګنډا» هېواد کې یوې څلویښت کلنې میرمنې تر دې دمه ۴۴ ماشومان زیږولي چې ۳۸ یې لا هم ژوندي دي.

دغه میرمن «مریم نبټانزي» نومیږي، د یوګنډا «کاممبري» ایالت اوسېدونکې ده، چې ځایي خلک ورته د څلورو غبرګونکو کوچنیانو مور هم وایي، په ۱۲ کلنۍ کې واده کړی او په ۱۳ کلنۍ کې په لومړي وار ماشوم زیږولی چې تر څلویښتو کالونو پورې پرلپسې هر کال زیږیدلې ده.

مریم نبټانزي په دغه دوران کې شپږ واره دوه غبرګونې، څلور واره درې غبرګونې زیږولي او درې واره څلور غبرګونې بچيانو نړۍ ته سترګې غړولې دي، چې په همدې ډول یې ډیر کم وخت یو بچی زیږولی دی.

څلویښت کلنې میرمن مریم په یوازې ځان د ټولو ماشومانو هر ډول روزنه کوي، ټولو ته خواړه ورکول که ددې لپاره ستونزمن کار دی خو بله چاره نه لري، مریم په ژوند کې ډيرې عجیبې ترخې هم ګاللې دي.

د مریم واده هغه وخت د یوه ۲۸ کلن ځوان سره وشو چې پخپله ۱۲ کلنه پېغله وه، بیا یې په ۱۳م کال په لومړي وار دوه غبرګونې ماشومان وزیږول، چې په راتلونکو څلور کالو کې يې ۷ نور (یو وار ۳ او بل وار ۴) بچي وزیږول.

مریم غوښتل په خپل ژوند کې یوازې ۶ ماشومان ولري، خو کله چې له واده ۶ کاله تېریدل مریم د ۱۸ ماشومانو مور شوې وه، چې وروسته یې د امیندوارۍ مخه نېول وغوښتل، خو ډاکټرانو له دې کبله چې ددغه ځای ځمکه زراعتي او تغذیي ده له دغه کړنې منع کړه، ډاکټران وایي چې د زرخیزې او له تغذیې څخه ډکه ځمکه د مریم د غبرګونو اولادونو زیږولو پایله ده.

کله چې مریم تر ۲۳ کلنۍ پورې د ۲۵ اولادونو مور شوه یو وار بیا ډاکټرانو ته د امیندوارۍ مخه نیولو لپاره ورغله، خو ډاکټرانو ورته ځواب ورکړ، له هغې وروسته د ۲۰۱۶م کال تر دیسمبر میاشتې پورې ټول ۴۴ کوچنیان زیږولي، چې له برخې يې ۶ مړه شوي دي. د مریم خاوند نورې ښځې هم لري چې زیاتره وخت له هغوی سره ژوند تیروي او د مریم او ماشومانو لیدو ته یې په کال کې یو وار راځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د