fbpx

کورنيو چارو وزارت: د ټاکنو په ورځ به له ټولو ګاونډيو هيوادو سره پولې وتړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ به له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د تګ راتګ لارې وتړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو او امنيت د تامين په موخه به د پاکستان او ايران په ګډون له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د تګ راتګ لارې وتړي.

ددې ترڅنګ رحيمي وويل چې د ټاکنو په ورځ به په کور دننه هم ټولې لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوي وي.

هغه وايي چې د ټاکنو د ښه امنيت د ټينګښت په موخه د يوې ورځې له پاره له ټولو ګاونډي هيوادونو سره پولې تړي چې د شنبې ورځې له سهاره به د ورځې تر پايه پورې دغه لويې لارې د هر ډول تګ راتګ له پاره تړلې وي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ځينو وختونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لويې لارې تړل شوی وې خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د پولو د تړلو خبره کوي.

نن غرمه مهال د ننګرهار ولايت مقام اعلان وکړ چې له نن ماښام څخه د يکشنبې تر سهاره پورې به د ټاکنو د امنيت په موخه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ له پاره بنده وي.

تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې د ټاکنو د امنيت د خونديتوب له پاره يې د ټول هيواد په ۵۰۷۳ ټاکنيزو مرکزونو او ۲۱۰۰۰ محلونو کې ۵۵ زره امنيتي سرتيري په دندو ګمارلي دي خو د ټاکنو خپلواک کميسيون بيا دا شميره ۶۶ زره ښيي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو لا له وړاندې د ټاکنو د ګډوډولو خبر ورکړی و او له ولسي خلکو څخه يې غوښتنه کړې وه چې په ټاکنو کې له برخې اخيستلو څخه ډډه وکړي.

طالبانو ويلي وو چې ټاکني امريکايي پروسه ده او دوی به يې د ګډوډولو هڅه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د