fbpx

باب دی په بیان د نسکورو جنرالانو کې

حبیب مجاهد

پرون طالبانو د هلمند په لشکرګاه کې جنرال عبدالجبار قهرمان په ماین پورته کړ او نن مازدیګر یې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یوه نفوذي مجاهد په مرسته رانسکور کړ. تراوسه د کندهار د پیښې وروستي جزیات نه دي څرګند. ځیني راپورونه وایي په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت سرلښکر امریکایي جنرال میلر هم مرګانی ټپي دی او د کندهار والي او د استخباراتو رئیس هم وژل شوي دي.

په هر حال دلته غواړم د رازق او قهرمان د وژل کیدو په اړه خپل اند او تأثر درسره شریک کړم. د رازق او قهرمان په له منځه تلو په فیسبوک کې ډيرو کسانو اوښکې بهولي او ویرجن نشرات کوي، ځینې دې قضیې ته د افغان نشنلیزم له زاویې ناست دي، هغوی یې په کفر او اسلام کې نه دي، یوازې د غربي ماډل ملت پالنې له دریڅې ورته ګوري، دوی وایي قهرمان او رازق د غربي ماډل وطنپالنې مدافعین او د (وطن یا کفن) شعار پورته کوونکي وو.

باک نه لري چې ډیر ځله یې ددغې داعیې لپاره دین او اسلامي اقدار هم ځپل او د مظلوم مسلمانان یې په سختو سزاګانو وژل.

ځیني نور بیا وایي رازق او قهرمان پښتانه ول، د دوی په باور پښتون کې هره بلا وي مرګ یې غمیزه دی او دا د پښتنو د رهبرۍ جینوسايډ دی چې دوه جنرالان یې په دوه ورځو کې له منځه ځي.

زه په دې لیکنه کې د چا د ژړا او انګولا د مخنیوي هڅه نه کوم او نه هم په فقیدو جنرالانو د چا فریادونه ایسارولای شم، یوازې د یوه مسلمان او افغان په حیث غواړم د دې مهمې موضوع په اړه خپل تأثر درسره شریک کړم.

زه مهم حوادث همیشه په لوی تصویر کې ګورم او د وسیع سیاق او سباق په ترازو کې یې جاجوم. د روانو حوادثو لوی تصویر دا دی چې موږ مسلمانان او د نړیوال اسلامي جسد غړي یو. امریکا، برتانیا او نور غربیان کافران او د اسلام سخت ترین دښمنان دي. دوی چې په دنیا یي سلطه موندلې غواړي چې د خپلو نورو مستعمرو په شان زموږ اسلامي هیواد او مؤمن اولس هم د اشغال په زولنو وتړي، هم مو له خاورې استفاده وکړي، هم مو کانونه ولوټي، هم مو نسلونه را ګمراه کړي او هم اسلامي او افغاني هویت په غربي سیکولر افکارو، ارزښتونو او اقدارو را ولړي.

غربیان راغلي، زموږ هیواد یې نیولی خو د دې لپاره چې خپل جګړه ییز تلفات کم کړي، دلته یې یو اجیر دولت رامنځته کړی، ملیشې یې جوړې کړي، جګړه ماران یې پړسولي او د خپل اشغال د دوام او دفاع لپاره یې په لکونو جنګي ځواکونه تربیه او استخدام کړي دي.

د رازق او قهرمان غوندې د اشغالګرو انډیوالان چې اصلا د خپلې خیټې د ډکولو او مادي موخو لپاره یې د اشغالګرو اړخ نیولی، د دې لپاره چې خپل ناروا عمل ته توجیه پیدا کړي د وطن پالنې غږ یې پورته کړی، دا چې میډیا او مطبوعات یې په کنترول کي دي او د غرب تبلیغاتي کمپاین یې په خدمت کې دی، نو د وطنپالنې دغه دروغجنه چیغه یې دومره چلولې چې اوس یې د خلکوحواس خبط کړي او په ځینو خو طوعا او کرها دا منلې چې دوی واقعي وطن پرستان دي. خو په حقیقت کې دوی وطنپرستان نه بلکې دوطن غداران دي.

ځکه چې د ځمکې د کرې د بل اړخ کافر ته یې په خپل کور کې ځای ورکړی او بیا یې دفاع هم کوي.

هغه خنځیر خوره عیسایي چې په هیڅ رګ نه دی را ګډ، دوی یې ډالرو ته نسونه جوال کړي او د اشغال د دوام لپاره یې زارۍ او سوالونه هم کوي.

د امریکا په شان هغه ظالم او جابر قوت چې په تیرو سلو کلونو کې یې د نړۍ تر سل میلیونه زیات انسانان استثمار او په استخباراتي توطیو وژلي، دوی یي ستراتيژیک دوستان بولي.

دنړۍ په سطحه د مسلمانانو د سخت ترین دښمن اسرائیلو اصلي پشتوانه همدا امریکا ده چې زموږ د وطن پرستۍ مدعیان یې له اوولسو کالونو د یارۍ نښې په جیب کې ګرځوي.

له دین او وطن سره دې ټولو غداریو ته په پام سره که بیا هم جبار قهرمان او رازق د امریکایانو د دوستۍ او خپلوۍ په شتون کې وطن پرستان وي، بیا خو زموږ د تاریخ تر ټولو ستر وطن پرست شاشجاع او ببرک کارمل و. بیا خو باید زموږ پنځه زره کلن تاریخ له سره ولیکل شي. بیا خو باید زموږ د ټولنیز او تاریخي قضاوت ټول معیارونه سرچپه شي، د ایوب خان او وزیر اکبر په شان اتلان او غازیان مو باید د پردیو مزدوران وبلل شي، لکه نن چې طالبان د پردیو مزدوران بلل کیږي او د شاشجاع او کارمل په شان د پردیو اشغالګرو په زور راغلي ګوډاګیان مو باید اتلان شي.

زه نه پوهیږم دا لا کوم قضاوت دی چې د احمد شاه بابا لمسی شاشجاع د انګریز د ملګرتیا په جرم د تاریخ پیغور بلل کیږي، خو د ویش لغړی چې په حسب او نسب هر څه کې تر شاه شجاع پاته دی، په داسې حال کې چې وینې یې له امریکایي جنرال میلر سره ګډې بهیږي بیا هم ورته قهرمان او اتل ویل کیږي.

زما د دې لیکنې لوستونکو!

پام چې د فیسبوک تبلیغات مو په مخه نه کړي، پام چې د میډیا تبلیغاتي شورما شور مو عقلونه در څخه وانخلي. نه جبار قهرمان اتل و او نه هم رازق. دواړه هغه کسان و چې په امریکایي وسلو یې خپل وطنوال ویشتل. د دواړو لاسونه د خپل مظلوم او اشغال شوي ملت په وینو سره دي. قهرمان هغه و چې د هر مظلوم ږیرور او پټکي په سر هلمندي جسد یې په یو نیم لک افغانۍ اخیست او د بې جلبه سنګوړیانو په مټ یې سلګونه بې ګناه هلمندیان تر تیغ تیر کړل. او رازق خو نو درته معلوم و چې په استخباراتي مرګونو یې د کندهار ښاریان د مرګ په وهم غوپه کړي وو. د هغو وژل شویو متدینو کندهاریانو شمیر یوازې لوی الله ته معلوم دی چې د رازق لغړیانو په نیمه شپه نیولي او په نیمه شپه د ریګ په دښتونو کې ورک کړي دي.

نو درنو لوستونکو!

نه اسمان را چپه شوی او نه هم شمسي نظام بې دخله شوی دی، کراره کراري ده، یوازې په وطن د راغلیو کفري یرغلګرو دوه انډیوالانو په خپله سزا رسیدلي او ملت یې له ځور او ظلمه خلاص شوی دی. په جنګ کې طبعا حلوا نه ویشل کیږي، د رازق او جبار هغه ویرجن چې د ملا داد الله په شهادت یې د خوښۍ اټنې وهلې او د شهید اختر محمد منصور په سوځیدلي جسد یې پوزخندونه وهل، دا ځل دې لطفا دوی هم د تقدیر څپيړې ته مخونه ټینګ ونیسي او په فیسبوک کې دي ډير ژاړي نه، ځکه ژړا د نارینه کار نه دی.

avatar
7 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
دانش
میلمه
دانش

ډیر څه مې لیکلو ته لرل ، مګر ښه پوهیږم چې د لیکنې له لوستلو وروسته به په ما هم د الحاد فتوه ورکوئ. نو پټه خوله لویه بادشاهي ده ، پریده چې همدا پښتانه همدا سې ووژل شي ، ځکه چې دوی پخپله په ځان دا حالت راوستلي.

غوربندي
میلمه
غوربندي

دانش ته

دغه ځناور چې دا اوولس کلونه بې شمېره ځوانان په نه ګناه شکنجه او ووژل هغوی هم پښتانه وو. هغه وخت مو ولی دا وحشي ځناور له پښتون وژنې نه راګرځاوه،، اوس نو وینې اوښکې پسې ژاړی نا مرادو !

لونګ
میلمه
لونګ

ډیر بی غزته انسان یی چه د نورو پر مرګ خوشحالی کوې. ستا مرګ به هم یوه روځ راځی بیغمه اوسه. بله دا چه آیا په طالبانو کی داسی کس شته د پنجابیانو بالخصوص د هیرا د منډی پر جواز ورکونکو باندی نقد وکړی او د هغوی فتوای وغندي؟ اوس ملت هوښیار دی لعنت دی پر تاسو هم شی چه غیر له وژنی بل څه مو زده ندي. لعنت مو پر دین او مذهب شه جه نور څه د خیر پکی نشته. ستاسو د انتحار عمل په کوم اسلام کی دی. بله دا چه ملایان خو مونږ ټول پیژنو چی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګه تا خو د رازق وحشي ځناور په مرثیه کې د طالبانو دین او مذهب ته هم خوله واچوله.

زه ستا څخه پوښتنه کوم چې ستا دې وحشي ځناور له انسان وژنې پرته بل کوم کمال لاره چې اوس یې فراق ستا په څټ کې اور بل کړی دی.

لعنت دې په تا او په هغو وي چې په یوه وحشي قاتل پسې اوښکې تویوي!

Mohammad
میلمه
Mohammad

وروره تاسو کاشکې لږ عقل لرلای نو داکار به مو نه کاوه اوددې پرځای به مو ناټو اوامریکا په نښه کړی وه

غوربندي
میلمه
غوربندي

محمد صاب

د غازي د مرمیو هدف خو جنرال میلر وو، دا وحشي رازق به د هغه شاوخوا نه بزېده.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

لونګ صاحب! سلام. د چا خبره لږ غوندی د خولې سره لاس وړه. کاشکی موږ خوار او غم ځپلی افغانان دې ځای ته نه وای را رسېدلي چه یو د بل په مرګ او نیستي مو خوښي څرګندولای، دا هم د آخری زمانې نښي دی چه د یو وطندار په مرګ خوښېږو او د بل وطندار په وژنه خواشیني کیږو. که یو څوک رشتیا هم یو اصیل انسان یا افغان وی او د انتحار او انهدام او انسان وژني ضد وی نو باید دا حس ئې په یو فطری لوښي کی انعکاس ومومی نه په یوه موسمی لوښي کی. دا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترم مجاهد صاحب
اسلام عليكم ورحمةالله تعالى وبركاة
كومو د ميديا لغريانوته چي تاسو اشاره كريده، كه دا تول سره يوزاى شي تاسو غوندي به دوي جملي هم ونشي ليكلاى، پديچي لياقت ، إيمان أو غيرت يي نلرى .
دا د سقراط او افلاتون، د ماركس ،انگلس أو لنين، د وكتورهوگو او داروين پيروان أو دديموكراسى علمبرداران ستاسو په ليكنو نشي پوهيداى . دوى به پريژدو خپلو عزا داري ته . پاك الله(ج) دي هدايت ورته وكي، كه هدايت نه ورته كوي له همهغو سره دي حشر كي چي پر گران دي .

Karwan
میلمه
Karwan

محترم وروره حبيب مجاهد، دتبصري نه مو يوه نړي مننه. ټول پوره حقيقت دي. ژوندي، خوشحاله او سرلوړي اوسي. لعنت دخداي دپه د دالري مردارخورو لکه دانش ، لونګ او محمد باندي وي. په درناوي کاروان

اقبال
میلمه
اقبال

مفاهمه ( له هغو سره چه په مجموعی ډول لویه کی صره هم نظره مګر فروعاتو کی اختلاف نظر ولری ) او مناظره ) له هغوی سره چه په مجموعی ډول لویه کی هم سره ګډ مخرج او یو نظر نه لری د مثال په ډول یو باخدا او بل بی خدا سره مناظره لری. زه باور لرم چه روسی او امریکایی اشغال د افغانانو په ټولنیز جوړشت ویجاړولو دومره کار کړی چه ځینو کی یی د اسلامیت ، افغانیت او حتی انسانیت هغه ګډ مخرجونه متاسفانه لږ یا له منځه وړی خیر په هر صورت، که دغه مخرجونه شتون… نور لوستل »