fbpx

دريم تعقيب: د کندهار پيښه کې والي او ملي امنيت رئيس هم وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په مقام د بريد په نتيجه کې ددې ولايت والي، امنيه قومندان او ملي امنيت رئيس وژل شوي دي.

د کندهار ولايت پر مقام کې د ناټو قومندان ميلر او کندهار د ولايتي چارواکو ترمنځ غونډه وشوه چې له غونډې وروسته چارواکي راووتل او بريد پرې وشو.

د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن

د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن

تر دې وړاندې په دغه برید کې د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي وو خو اوس يوې سيمه ييزې سرچينې خبريالانو ته ويلي دي چې په ننۍ پيښه کې د کندهار والي توريالی ويسا او د ملي امنيت رئيس عبدالمومن حسين خېل هم وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په ننۍ پيښه کې د کندهار د والي او ملي امنيت رئيس په شمول د پولیسو د زون مشر قوماندان جنرال نبی الهام هم وژل شوي دي او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانان او يو شمير نور چارواکي ټپيان دي.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د کندهار د والي توريالی ويسا، امنيه قومندان عبدالرازق او ملي امنيت د رئيس عبدالمؤمن په ګډون يې ګڼ داخلي او بهرني عسکر وژلي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی
میلمه
حاجی اتانچی

ټول جنرالان ،او عساکر،او طالیبان د دی خاوری بچیان دی،دا چه قتل کیږی نو د دبل په امر او د بل په خوښه،او د یو څو پیسی لپاره.دا ټول زموږ د وطن ځواک دی،دښمن د موږ ماتیدل اوورکیدل غواړی،په دا ښه پوهیږم چه نه دا جهاد او نه کوم دینی جنګ،فقط تباهی ده،هیڅ می د وسه نه دی پوره،لنډا دا چه که طالیب دی،که جنرال او که والی ټول د الله ج د جنت ته بوځی،

مجاهد
میلمه
مجاهد

کله چه جنتیان او دوزخیان په ګوته شی د دوزخی انسانانو سره شیطانان هم ولاړ وی هغه دوزخی انسانان له هغو شیطانانو د ژغورنی هیله وکړی چه مونږ ته دی دنیایی ژوند کی خوږی پستی ژمنی راکولی هغه ژمنی څه شوی اوس مونږ ته د ژغورنی لیاری چاری برابری کړه ، شیطانان ورته وایی چه زه ستاسی سره یوځای یم، مونږ ستاسی له حماقت څخه ګټه پورته کوله مونږ په زور تاسی باندی دغه ناوړه کړنی نه ترسره کولی تاسی په خپله خوښه خو زمونږ په مادی وسوسو مو ترسره کولی اوس یی نتیجه او میوه ترلاسه کړی . د… نور لوستل »