fbpx

پاکستان د جنرال رازق وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان د کندهار ولايت ماڼۍ کې هغه برید غندلی، چې په پایله کې يې د دغه ولايت امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت رييس جنرال مومن او په جنوبي زون کې د پوليسو مشر جنرال الهام وژل شوي دي.

ځينې سرچينې وايي، چې د کندهار والي زلمی ويسا هم په دغه بريد کې وژل شوی، خو حکومتي چارواکي يې نه تاييدوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې دغه برید غندلی او زياته کړې يې ده، چې پاکستان د افغانستان امنيت او پارلماني ټاکنو لپاره د افغانستان تر شا ولاړ دی او هر ډول مرسته يې کوي.

اعلاميه زياتوي: «پاکستان هيله لري، په افغانستان د راتلونکې شنبې د ورځې پارلماني ټاکنې په ارامه فضا کې ترسره شي او په افغانستان کې د ديموکراسۍ د پرمختګ او ټينګوالي لپاره دغه ټاکنې ګټورې تمامې شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل ويلي، چې دوی د کندهار د پېښې د قربانيانو له کورنيو، خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي ښيي.

نن مازديګر د کندهار ولايت ماڼۍ کې د ناټو د قومندان جنرال سکاټ ميلر او د ګډ حکومت د امنيتي چارواکو ترمنځ د ټاکنو د امنيت په موخه له ناستې وروسته ډزې وشوې، چې له په پایله کې يې جنرال رازق، د کندهار والي زلمی ويسا، د  ملي امنيت رئيس جنرال مومن او په جنوبي زون کې د پوليسو مشر  جنرال الهام په ګډون يو شمېر لوړپوړي چارواکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد یوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې برید د نفوذ ملګري بللی او رسنيو ته يې د هغه انځور هم خپور کړی دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی غور غورو
میلمه
حاجی غور غورو

د پاکستان غندل په دا معنی چه قسم په الله ج چه نور مو هم نه پریږدم،په دوه ورځو کی می څوجنرالان او یو والی در ووژل،د افغانستان تاریخ دا قتلونه په خپله سینه کی حفظ کوی انشالله یوه ورځ حساب درسره وکړو،که اوس نه وی زموږ روستی نسلونه به درسره وګوری،

لونګ
میلمه
لونګ

لعنت دی پر پاکستان شی. همدا تریالی رازق وو چه د پاکستان د فوځ په مقابل کی پروت وو، اوس به وګورو چه لدی ورسته څه کیږی. ##

لونګ
میلمه
لونګ

عجیبه د بیغیرتی پلان وه چه امریکایی جنرال پکی ژوند وځی، ولی افغانان په خپلو وینو کی لمبیږي. دا عمل ډیر نامردانه عمل وو هر چا چی کړی وي.