fbpx
جنرال رازق له خپلو بهرنیو «دوستانو» سره

کله چي افغان وفادارانو تر جنرال میلر ځانونه قربان کړل!

م نعمت الله – سابق

نن غرمه د کندهار ولایت د والي په کوټۍ کښي یوه لویه غونډه جوړه سوه، په غونډه کي د بهرنیو ځواکونو اعلی سر قومندان جنرال سکاټ میلر، د کندهار والي زلمی ویسا، مرستیال والي حاجي اغالالی دستګیري، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمؤمن حسین خیل او نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون کړی و.

په غونډه کښي د نورو موضوعاتو ترڅنګ د راتلونکو پارلماني ټاکونو په اړه بحث وسو، جنرال عبدالرازق په خپلو وروستیو خبرو کي هم د ټاکنو پروسې ته اشاره کړې او ترڅنګ یې د کندهار والي زلمی ویسا لیدل کیږي.

طالبانو د والي په باډیګارډانو کښي د وخته نفوذي کس ځای پر ځای کړی و او د غونډي دباندي د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر په انتظار ولاړ و، د غونډي تر خلاصیدو وروسته ماپښين مهال کله چي جنرال سکاټ میلر د خپل هلیکوپتر پر خوا روان سو د کندهار ټول چارواکي تر هغه چار چاپیر سول او غوښتل یې میلر تر خپل هلیکوپتره ورسوي.

نفوذي سرتیري (ابودجانه) چي بهر یې د سکاټ میلر په نښه کولو کوښښ کوی مجبوره سو چي د کندهار پر چارواکو ډزي پیل کړي او هغوی ووژني ځکه جنرال سکاټ میلر د هغوی په منځ کښي روان و، په برید کښي د کندهار والي زلمی ویسا، امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمؤمن حسین خیل ووژل سول او ځیني نور ټپيان سول.

په سیمه کښي ولاړو نورو عسکرو نفوذي سرتیری ابودجانه په نښه کړ او جنرال سکاټ میلر د تېښي لار خپله کړه، هغه وفادار افغانان یې د جګړې پر ډګر په وینو لت پت پرېښودل چي د نوموړي لپاره یې خپل ځانونه قربان او دغه امریکایي جنرال ته یې د خپلو وینو په بدل کښي ژوند ورکړ.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

كه جنرال ميلر وژل شوی وي نو یو ښه او که بچ وي دوه ښه ځکه دده په بچ کېدو کې هرو مرو لوی خیر نغښتی دی.
هغه دا چې ډاریدلی مورال او ځپلي احساسات به یې ټولو چارواکو او سیاستمدارانو ته انتقال کړي.

Fazal
میلمه
Fazal

سلامونه گرانه

یاقوت صافی
میلمه
یاقوت صافی

تاسي اوس ځانته د اوړو پزه ږدي
چی ولی امریکایي ژوندی وځي او افغانان وژل کیږي.دا کار طالبانو نه دی کړی دا امریکا کار وو د پاکستان د پاره.

حاجی غم ځپلی،(اتانچی
میلمه
حاجی غم ځپلی،(اتانچی

ولی سپینه خبره نه کوو؟هغه دا چه د دقتل پلان بیلکل د پاکستان وه.او په هیڅ ډول پاکستان نه غوښتل چه میلر د قتل شی.د میلر قتل پاکستان ته ډیر خراب عواقب لرل،قاتل په ښه ډول روزل شوی وه،هدف یی فقط افغانان جنرالان وه.میلر په خپله اعتراف کوی چه زه موجود وم،خو زه هدف نه وم.خو زه یوه غوښتنه له طالیبانو څخه کوم هغه دا چه ،افغانانو کور د کوره یو شهید یا دوه یا دری شهیدان ورکړل،او په هر شهید پسی دوه اویا کسان مفت جنت ته تللی شی.نو ټول شهیدان مو له پنځه میلیونه څخه ډیر شول.نتیجه ټول… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

یاره نوم یې د اتڼ دی خو په ذات او اصل کې دي ورور قرسک پنجشیري اچولی دی او غواړي
چې داتڼ په نوم یې مروج کړي که احمد شاه مسود او فهیم ژوندي وی نو زمونږ پښتانه
اتڼچي به سخت ډیر بخششونه ګټلي وو !