پاکستان وايي تر څو چې په افغانستان کې امنیت نه وي تامین شوی، امریکايي ځواکونه باید پاتې شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل په نني خبري کانفرانس کې د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې تر څو په افغانستان کې امنیت نه وي تامین شوی، بهرني ځواکونه باید پاتې شي.

نوموړي څخه وپوښتنه وشوه چې ایا د طالبانو غوښتنه تاییدوي چې بهرنیان باید د افغانستان څخه ووځي؟

فیصل وویل، پاکستان پر امریکايي ځواکونو ټینګار کوي چې تر هغو باید په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړي تر څو یې هلته امنیت نه وي خوندي کړی.

نوموړي وویل چې نه غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې هغه حالت را منځته شي چې روسي ځواکونو د وتلو وروسته را منځته شو.

کله چې د فیصل څخه پوښتنه وشوه چې ستاسو دا خبره به طالبان خفه نه کړي. نوموړي وویل: ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه راغلي او هر کال دغه ماموریت نوی کیږي، تر څو چې امن او سوکالي نه وي راغلې دوی باید همدلته وي.

نوموړي وویل چې اوس طالبان د امریکایانو سره په مخامخ خبرو کې ښکېل دي، مونږ هم پر سیاسي جوړجاړي باندي ټینګار کوو.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په همدې ناسته کې د کندهار پېښه او د کندهار دالي او امنیه قومندان وژنه وغندله او په افغانستان کې يې د راتلونکو پارلماني ټاکنو څخه ملاتړ اعلان کړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

باکستان سیمه کی د دوهم اسراییلو حیثیت لری . هغه وایی او هغه کوی چه د انګریزانو ( امریکایانو ) له خوا ورته دستور او قومانده ورکول شوی. دا سمه ده چه عمران خان د بی شرف، نواز شریف ، زرداری او نورو پر تله ځوان او نوی غلام سیاست مدار دی یعنی هماغه لری چه انګریزانو پری سرمایه ګذاری کړی د پاکستان له مظلوم اولس یی تر آوسه څه نه دی ترلاسه کړی مګر د اوباما په شان به تر نورو انګریزانو ته ډیر ګټور تمام شی د افغانستان په اړه به یی سیاست هماغه وی چه د هغوی… نور لوستل »