ای پي ایل: ننګرهار لوبډله نیمه پایلوبې ته خو کندهار له سیالیو بهر شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد، چې په کې د کندهار لوبډلې د بلخ لوبډلې پر وړاندې په ماتې خوړلو له یادو سیالیو څخه بهر شوه.

تېره ورځ په یاد لیګ کې دوه سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ لوبه د پکتیا پینترز او کابل ځوانانو ترمنځ ترسره شوه، چې په کې پکتیا پینترز د محمد شهزاد او شاهد افریدي په مرسته کابل ځوانانو ته د ۶ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې چې د کندهار او بلخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د کندهار لپاره تر ټولو اړینه او په یاد لیګ کې د ژوندي پاتې کېدلو په معنا وه، خو کندهار لوبډله ونه توانېده بلخ لوبډلې ته ماتې ورکړي او په همدې ډول له سیالیو څخه بهر شوه، په یاده سیالۍ کې کریس ګېل د ۸ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته په ۲۲ توپونو ۷۳ چټکې منډې جوړې کړې.

ننګرهار لوبډلې له خپلو ۸ سیالیو څخه ۳، خو کندهار لوبډلې ۲ سیالۍ ګټلې دي، چې په مرسته یې ننګرهار لوبډله جدول کې په څلورم نمبر شوه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

نن د اکتوبر په ۱۹مه د جمعې په ورځ شپې ۸:۳۰ بجې د بلخ لیجنډز او ننګرهار لیپرډز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې مخامخ کیږي، د یاد لیګ دویمه نیمه پایلوبه به د شنبې په ورځ په یاد وخت د کابل ځوانانو او پکتیا پینترز لوبډلو ترمنځ او پایلوبه به د یکشنبې په ورځ په ۲۱مه نېټه د دوه ګټونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د