افغانستان

طالبان: د ټاکنو په ورځ دې هيواد وال په خپلو کورونو کې واوسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د ولسي جرګې تاکنو ته يوازې يوه ورځ پاتې ده، طالبانو ويلي دي چې د ټاکنو په ورځ دې هيڅ ولسي وګړی له خپل کور څخه نه راوځي او هيڅ ډول وسايط دې سرکونو او لويو لارو ته نه را اوباسي.

طالبانو ويلي دي چې دوی اراده لري چې د ټاکنو په ورځ په ټول هيواد کې لويې لارې او سرکونه وتړي او بايد چې هيوادوال له خپلو کورونو څخه راونه وځي او د ښارونو له اوسيدونکو څخه يې په ځانګړې توګه غوښتي چې د ټاکنو په پروسه کې ګدونه ونه کړي.

طالبانو يو ځل بيا د ټاکنو په اړه خپل دريځ څرګند کړ او ويې ويل چې ټاکنې کوم اسلامي او افغاني ماهيت نه لري او په وينا يې يرغلګر غواړي چې د خپل يرغل د دوام او ګټو په موخه د پارلماني ټاکنو په نامه پروسه ترسره کړي او د خپلې خوښې استازي ولسي جرګې ته بريالي کړي.

طالبانو د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته په اشارې ويلي دي چې پخوانۍ ټاکنې هم د امريکايانو د ګټې له پاره په کار اچول شوې وې چې وروستۍ پريکړه يې د امريکا په سفارت کې د امریکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري له خوا وشوه.

همدا راز يې يو ځل بیا له ولسي خلکو غوښتي چې خپل کورونه، ښوونځي او ميلمستونونه، مدرسې او ټول عام المنفعه ځايونه دې د ټاکنو د مرکزونو له پاره چاته نه پريږدي.

طالبانو په خپله خبر پاڼه کې ليکلي:

د اسلامي امارت مجاهدین اراده لري چې د ټاکنو په ورځ د هیواد ټولې لویې او وړې لارې بندې کړي، نو په همدې ورځ دي هیواد وال په خپلو کورونو کي و اوسي او هیڅ راز وسایط دي سرکونو ته نه را باسي، موږ نه غواړو چې عام اولس ته کوم زیان ورسیږي، نو ځکه له عامو هیوادوالو او د ښارونو له اوسیدونکو په خصوصي ډول غوښتنه کوو چې په ټاکنو کې له ګډون او رایې اچولو څخه ځان وساتي.

هیڅوک دي دټاکنو لپاره خپل کورونه، مهمانخانې، مکتبونه، مدرسې، مسجدونه،کلنیکونه او کارکونکې د دې ناولې پروسي منتظیمینو ته په اختیار کي نه ورکوي، داسلامي امارت استخباراتي ټیمونه داټول جریان په دقت سره څاري او عاملین یې تعقیبوي، تاسي پوهیږئ چي د ټاکنو په نوم پروسه هغه تیرایستونکي ډرامه ده چې اشغالګر غواړي خپل پوځي اشغال او ګوډاګي رژیم ته ترې مشروعیت ترلاسه کړي. په دې پروسه کې ګډون له متجاوزو اشغالګرو سره همکاري او د هغوی د دسیسو په تطبیق کې مرسته ده، چې دغه کار هم په دیني لحاظ ناروا عمل دی او هم زموږ له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، نو بناء هیوادوال باید پوره باهوشه او محتاط واوسي او له دې پروسې څخه دې ځان لرې وساتي.

د يادونې وړ ده چې ټاکنيز هدفونه د طالبانو له لوري له جدي ګواښونو او بريدونو لاندې دي او له لومړی سره يې ددې ټاکنو د ګډوډولو خبر ورکړی و او د ټاکنو په بيلابيلو غونډو يې بريدونه وکړل چې له امله يې د لسو نوماندانو په ګډون ډير خلک ووژل شول.

د ټاکنيزو هدفونو د بريدونو تر ټولو وروستی بريد تيره ورځ د کندهار ولايت مقام کې هغه مهال ترسره شو چې بهرنيو او داخلي امنيتي چارواکو د ټاکنو د امنيت په اړه غونډه وکړه او له غونډې وروسته يو نفوذي طالب د غونډې په ګډون والو بريد وکړ چې له امله يې د کندهار امنيه قومندان، کندهار والي، ملي امنيت رئيس او ګڼ نور پوځي چارواکي په کې مړه او ټپيان شول.

په پروني بريد کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر او څو تنه نور بهرني لوړ پوړي جنرالان هم ټپيان شوي دي.

طالبانو د پرونۍ پيښې مسؤليت په غاړه اخيستی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x