د نن سرلیکنه

د هیواد پر پوځي وضعیت، د جنرال رازق د وژل کیدو اغیز

نن ټکی اسیا – سرلیکنه
وړمه ورځ په هلمند کې د جبار قهرمان تر وژلو وروسته پرون طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق د وژلو اعلان وکړ.

جنرال رازق خان د هیواد په لویدیځه حوزه کې د طالبانو په وړاندې تر ټولو غښتلی او ځواکمن پوځي قومندان و چې د امریکايي اشغال له پیله یې د هغوي په ملاتړ د طالبانو په کلکه مقابله کوله او څو ځله په دې مقابله کې مرګوني ټپي شو.

نوموړی د هیواد په کچه یو له هغو مهمو پوځي مهرو څخه ګڼل کیږي چې وژل کیدل یې د هیواد په پوځې معادلې کې محوري بدلون راوستلای شي.

په تیره په داسې وضعیت کې چې ګډ حکومت له یوې خوا په پوځي ډګر کې د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی او له بلې خوا په سیاسي ډګر کې د امریکایانو له نظره لویدلي دی.

په دغسي یوه فوق العاده بحراني وضعیت کې ګډ حکومت د پارلماني ګډوډو ټاکنو تر سره کول د ځان د مشروعیت او موفقیت یوه وسیله بلله ، خو تر هغو وړاندې په هلمند کې د جبار قهرمان او په تعقیب یې د رازق خان وژنه هغه څه دي چې د طالبانو د احتمالي بریدونو په مخنیوي کې د دولتي ځواکونو وړتیا په مطلق ډول تر سیوري لاندې راولي او ښايي دا غیر متوقعې مهمې پوځې پیښې په مجموع کې د ټاکنیزې پروسې د ځنډ او لا ناکامي لامل وګرځي.

په هرصورت د جنرال رازق په وژلو سره طالبان وتوانیدل چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال وروستي سرسخت مدافع هم له مخه لیري کړي.

هغوی تر دې وړاندې په شمال کې د جنرال داود داود ، په ختیځ کې د عبدالله لغماني، په جنوب کې د مطیع الله خان ، او په جنوب ختیځ کې د قومندان عزیزالله په وژلو سره د امریکايي حمایت مقاومتي جبهه تر ډیره کمزوري کړې وه ، خو د جنرال رازق په وژل کیدو سره داسې ښکاري چې نور طالبان وتوانیدل ټول هغه کسان چې په شعوري لحاظ یې د امریکايي اشغال ملاتړي و د هیواد له پوځي ساحې څخه حذف کړي.

د کندهار پرونۍ پیښه له شکه پرته چې د هیواد په روان حساس وضعیت کې یوه فوق العاده استثنايي پیښه ده چې حتما به یې د هیواد په سیاسي او پوځي معادلاتو باندې اغیز هم فوق العاده استثنايي وي ، ځکه په یاده پیښه کې طالبان وتوانیدل په یوه ورځ کې د کندار ولایت د ټول لیډرشیپ او په هغوی کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د اعتماد وړکس جنرال رازق په یوه تکتیکي برید کې له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

طالبانو جنرال رازق وژلی هههههههههههه ولی یی پخوا دا کار نکاوو. جنرال رازق امریکایانو شهید کړ. طالبان که دومره باتوره یی د خپلو وژل شویو مشرانو قاتلان د په پاکستان کی پیدا او ووژنی. مسلمان ته نښایی چه حتی د خپل دښمن د وژلو نه خوشحاله شی. تاسی دومره و فرهنګه یاست چه د پښتو پر ټولو اصولو او ارزښتنو مو پيشی کیښودې. الله مو ټول تباه کړه.

حاجی غم ځپلی،(اتانچی

هیڅ غم مه کوه ،د جنرال صاحب په ځای به الله ج نور د دی خاوری ساتونکی کړی،هیڅ تاثیر به افغانستان ونه کړی،او ثبوت یی هم د افغانستان تاریخ دی چه ټول د جنګونو څخه ډک دی.له جنرال صاب څخه مخکی ډیر خلک قتل شوی ،خو تر اوسه همدا افغانستان دی او وی به انشآلله،

جميل

محترم ابوالوفا
اسلام عليكم ورحمةالله
مرغان هغه سره الوزي چي بني يي سره ورته وي.
دا ظالم امريكايى كفار، ددوي افغان؟ ملگري أو مزدوران أو ددوي له پاره خوله أو قلم چلوونكي توله يو دي ، دا منافقين پدي ندي پوه چي دوي به په دوژخ كي هم تَر خپل كفارو بإدارانو بدتره زاي كي وي. ان المنافقين فى درك الاسفل من نار ولن تجدله نصيرا.
په دي هم دوي ندي پوه چي د مظلومانو د دعاء أو الله(ج) تَر منز حجاب نشته .

دیدار ملګری

هو، تر څو چه اشغال او غلامی دوام لری د رازق په شان هلکو به ډیر مقرر او ووژل شی ، اشغالګرو ته د دغو غلامو بی سوادو او وحشی جنرالانو وژنه د توت پاڼه هم نه ښکاری تر هغی یی کاروی چه کار تری اختسل کیږی او په میدیااو رسنیو کی یی ورته نور ډمان اتڼونه کوی چه د اشغالګرو او غلامانو عسکرو لویدلی مورال له لا لویدلو وژغوری ، زه باور لرم چه اټنچی کیدی شی کوم انګریز ژباړن وی او لا به افغانی هغه ژباړن وی چه ارت ارت په لیاره ځی . اتڼچی ماما ، دا… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی

دیدار صاحب.دولت کی کومه دنده نه لرم.خپله خواری مزدوری کوم.که وغواړم دولت کی دنده پیدا کولای شم،په خپل شخصی کار او بار کی می ګټه ډیره ده،که مجبور شوم دولتی دنده هم کوم،او افتخار به هم په وکړم،خپله خاوره ،خپل می وطن دی،دا خپل کار بار حلال رزق ګټل زه جهاد ګنم،خو د ستا په شان نه یم ،چه میاشتی اخری ته ګورم،کله به سوسیال بانک ته راځی،؟دا د ستا په سوسیال کی د هری مردارګی روپی شتیه،د کازینو تاکس.دسرو څراغو تاکس،شراب خانو تاکس،دیسکو تیکو تاکس. برتش ګورنمنت دا تاکسونه له دی ځایونه څخه ټولوی بیا په تاسو باندی د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx