افغانستان

د جنرال رازق وژنې له نبیل سره د جګړې د خصوصي کولو پلان نیمګړی کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق پرون (جمعه، ۲۷تلې) د ولایت مقام کې د ننه له څو نورو لوړپوړو چارواکو سره ووژل شو.

جنرال رازق د ملي امنیت له پخواني مشر رحمت الله نبیل سره د یو تړون له مخې دې هوکړې ته رسېدلی و، چې د بلک واټر د کرايې جګړې افغان مشران شي.

دوی داوړو څو میاشتې وړاندې په کابل کې د بلک واټر کمپنۍ له مشر اریک پرینس سره د لیدنې لپاره هڅه وکړه او پر پیسو هم توافق ته نږدې شوي و.

نن ټکی اسیا ته کره سرچینو ویلي، رحمت الله نبیل او جنرال رازق په ۵۰میلیونه ډالر چنې وهلې او د اریک پرینس له لوري له ځواب تر لاسه کولو وړاندې دې دوو شریکانو یو یوازې پرېښود.

جنرال رازق چې په کندهار کې پخپله او د هغه وروز تادین د دولتي زندانونو تر څنګ شخصي زندانونه هم لري، د شخصي دښمنیو او پیسو لپاره يې سلګونه کسان زنداني کړي او سلګونه نور يې په مرموز ډول وژلي دي.

هغه د بشري حقونو د نړیوال کمیسیون په هغه لیست کې و، چې باید محاکمه شي.

څرګنده نه ده چې د بلک واټر لپاره به رحمت الله نبیل کوم شریک پیدا کړي او که به يې هڅې پایلې ونه لري.

یاده دې وي ګډ حکومت د رهبرۍ په کچه او د ملي شورا دواړو جرګو د روانې جګړې خصوصي کول د جنایاتو ډېرول بللي او کلک مخالفت يې ښوودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close