شعـــــرونه

سړی تښتي

رحمت الله منیب

د بېوزلو له ازاره سـړی تښتي
د ناترسو له بازاره سړی تښتي

چې منفي یې له مثبت څخه سیوا وي
نو له داسې کار و باره ســــــړی تښتي

چې په زلفو یې د لومو ولونه ښکاري
بس له دا ډول سینګاره ســـړی تښتي

بې چيچلو یې بل هیڅ په زړه کې نه وي
له لــــــړمه او له مــــاره ســـــــړی تښتي

له دا نورو سره هغه دغه کېــږي
له دښمن د کردګاره سړی تښتي

تا ته یوه هغه ته بله کړي منیبـه
د دوه ژبو له ګفتاره سړی تښتي

له فطــــرته ســــوزل کوي منیبه
له سکروټو او انګاره سړی تښتي

18/10/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x