پاکه ربه!

رحمت الله منیب

ګنـــاهونه مې بسیــــار دي پـــاکه ربـــــه
دومـــــره ډېـــر لکه انبــــار دي پاکه ربــه

اوس مې ځکه په زنګون باندې سر یښی
چې وتلي مې له شمـــــار دي پاکه ربـــه

بهــــانه او عـــــزر دواړه نه جــــــــوړېږي
اندامــــــونه مې اقــــرار دي پاکه ربـــــه

ستــــــا بښنې ته د مچ تـــــر وزر کــم دي
که میلیون دي که هـــزار دي پـاکه ربــــــه

په بــــاران د مغفــــرت یې را نــــه یوسې
را په غــــــاړه لکه نــــار دي پــــاکه ربــــه

په ګنـــاوو یې د عفوې قلم کش کـــــــړې
منیب غوښتي په تکـــرار دي پــاکه ربـــه
11/10/2018

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د