داسي ښکاري چي په سعودي واکمنانو د عالمانو آزار پسې سوی دی

عبدالمالک همت

له کله چي ملک سلمان او زوی يې په سعودي کي واک ته رسېدلي دي د خپلي مخ پر زوال او متزلزلي واکمنۍ د ټينګښت په موخه يې امريکايي کفارو ته د هغو د خوشالولو او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د خپلي خزانې تقريباً ټوله دارايي ورکړې او پر دې سر بېره يې د کفارو د خوشامند لپاره د ډېرو اسلامي ارزښتونو پر ځای د لوېديز ټيټ، هرزه او فحش کلتور په پلی کولو پيل کړی دی.

دغو دوو اسلام، سعودي او د سعودي خلکو ته خاينو څېرو د خپلو یهودي، عيسوي او سيکولرو بادارانو او پټو او ښکاره انډيوالانو د اعتماد ترلاسه کولو په منظور په سلګونو جيد اسلامي عالمان بې له څه ګرمي د جيلونو تورو تمبو ته واچول او هلته يې په سختو قساوتونو او ځناورتوبونو سره تر وهلو ټکولو او شکنجو لاندي نيولي دي او دا د اسلامي عالمانو او نورو د دوی مخالفو پوهانو نيول، وهل، تښتول او ان په ددمنشۍ سره وژل تر اوسه هم دوام لري.

په دې لړ کي د سعودي دژخيمانو مخالف ژورناليست او ليکوال خاشقجي په دې وروستيو کي د ترکيې په انقره کي د سعودي قونسلګرۍ ته د څه اړين کار لپاره ننوت، خو بيا راونه ووت او درک يې ورک سو. خدای خبر چي په څه ډول يې ترېتم کړی دی. ښايي دوی فکر کاوه چي دا به هم د يوه اسلامي عالم غوندي وي، چي نه کوم مسلمان واکمن سر په ګرځوي او نه کافر. خو د دې ژورناليست په ورکېدو سره د نړۍ کفارو په سر کي ټرمپ او نورو له سعودي واکمنو څخه د نورو ډېرو پيسو او امتيازونو د ترلاسه کولو د پلمې جوړولو لپاره لوی شورما جوړ کړی دی او سعودي واکمن يې تر سختو کښېکښنو او ګواښونو لاندي نيولي دي.

ښکاري داسي چي دغه بدمرغه زوی او پلار اسلام، اسلامي مقدساتو، مکې مکرمې، مدينې منورې او د جيدو مسلمانو عالمانو آزار وهلي وي او د شومي واکمنۍ د را پرځېدو شېبې يې را نژدې سوي وي.

توبه د لوی څښتن له نيوني او غچ اخيستني او بيا د اسلامي عالمانو د زوروني پر سر!

عالمان (البته رښتياني اسلامي عالمان، نه تش په نامه او بې عمله پيسه پال او د کفارو او ظالمو واکمنو پټ او ښکاره چوپړي، علماء السلطان او علماء السوء) په واقعيت سره د پيغمبرانو عليهم السلام وارثان دي. اوس خو پيغمبر عليه الصلاة والسلام په مسلمانانو کي شتون نه لري، نو دغه علما د هغه مبارک ځای ناستي دي او په رښتيا هم دغه دين موږ ته همدغو سپېڅلو او مبارکو هستيو رارسولی دی، که دوی نه وای مسلمانان به تر دې لا د جهل او خوارۍ په تورو ترږميو کي لالهانده وای. نو محمد او د هغه پلار غوندي د واک تږي مغروران او نور د اسلامي عالمانو جاهل دښمنان بايد پوه سي چي ظلم کول، د اسلام او مسلمانانو خلاف د اسلام د دښمنانو سره يارانې کول او دوستي کول او د ملت له شتمنيو څخه په لويو بډو ورکولو يې خولې پټول او د پاکو او سپېڅلو عالمانو زورول او کړول سخت لوی جرم او د لوی څښتن او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره لويه جفا، دښمني او جګړه ده.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

« إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى، قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا، فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ » صحيح البخاري، کتاب الرقاق، باب التقرب إلى الله سبحانه وتعالى بالنوافل والذكر، ۶۵۰۲ شمېره حديث،

ژباړه الله تبارک وتعالی فرمايي: څوک چي زما د دوست سره دښمني وکړی، زه ورسره د جګړې اعلان کوم.

امام ابن حجر په فتح الباري کي د دغه حديث په شرح کي وايي:”د الله له دوست [ولي] څخه مراد عالم بالله دی کوم چي د هغه پر عبادت باندي په ټينګار سره تل کړنه کوي“ .

خطيب بغدادی په خپل کتاب الفقيه والمتفقه کي وايي: ” مام ابوحنيفه او امام شافعي ويلي دي: ”که فقها د الله وليان نه وي، نو الله هيڅ ولي نه لري“.

امام ابوالقاسم بن عساکر رحمة الله عليه ويلي دي: ” أن لحوم العلماء مسمومة “. يعني: د علمای کرامو غوښي زهر جني دي).

دعالمانو تعظيم د الله د شعايرو تعظيم دی او څوک چي د علمانو بد وايي او بې عزتي او سپکاوی يې کوي د لوی خطر سره به مخامخ سي.

لوی څښتن فرمايي:

﴿ فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (63)﴾[النور:۲۴ : ۶۳].

ژباړه: ځکه نو کوم کسان چي د لوی څښتن د پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) د حکم مخالفت کوي ، بايد له دې خبري څخه ووېرييږي چي کله هم (د الله له لوري) پر هغو باندي کوم آفت او کړاو رانه سي يا (په دې دنيا کي) په کوم (سمدستي عاجل] او) عذاب اخته نه سي(چي زغملای به يې نه سي او د الله عذابونه ډول ډول دي).
خلاف پیمبر کسی ره گزید *** که هرگز به منزل نخواهد رسید .

مپندار سعدی که را صفا ***توان رفت جز بر پی مصطفی .

اوس داسي ښکاري چي سعودي واکمن کوښښ کوي ټرمپ د ډبلو بډو د ورکولو په ژمنه تطميع کړي او خوله يې ور پټه کړي، خو ګومان نه کيږي چي د آل سعود ناولې، کاواکه شومه واکمني په دې ډول وژغورل سي. ښه داده چي دغه پلار او زوی ــ او نور د دوی غوندي ظالمان ـــ هر څه ژر لوی څښتن سبحانه ته رجوع وکړي، په خپل هيواد کي د اسلام مبارک دين لکه څنګه چي دی هغسي پلی کړي، بېګناه بنديان هر څه ژر خوشي کړي او د خپلو خلکو زړونه په لاس راوړي، که نه دا د لوی څښتن سنت دی چي له ظالمانو څخه خامخا د مظلومانو غچ اخلي. وما علينا الا البلاغ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د