افغانستان

کندهار کې سبانۍ ټاکنې یوه اوونۍ وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د ملي امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې کندهار کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډول شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کندهار د خلکو په غوښتنه او د ټاکنو کمیسیون په وړاندیز د امنیت شورا په ناسته کې د ټاکنو په یوې اوونۍ ځنډ پرېکړه وشوه.

د ټاکنو کمیسیون تر اوسه څه نه دي ویلي، خو رویټرز وړاندې د دې کمیسیون په حواله لیکلي و، چې کندهار کې يې د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې ده.

کندهار کې پرون (پنجشنبه، ۲۶تلې) د ولایت مقام دننه د طالبانو په نفوذي برید کې د کندهار دوالي زلمی ویسا، د ملي امنیت رییس عبدالمومین، امنیه قومندان جنرال رازق او دوه امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور لوړپوړی او ټيټ پوړي چارواکي ټپيان شوي دي.

ټاکنو کمیسیون پرون وویل، چې شنبه (۲۸تلې) به له غزني پرته په ټولو ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د چرخ آغا صاحب

مقابله بین کرامت اولیاء و تکنالوجی امریکا:
یک فرد طالبان انتخابات را یک هفته به عقب انداخت
تمام کوششهای ۴۵ مملکت که هر کدامش خود را ابر قدرت میگویند
توسط یک طالب خنثی گردید
تمام اسلحه های مودرن
طیاره های پیشرفته
هزاران ملیون دالر
جاسوسان داخلی و خارجی
در مقابل یک طالب امنیت را گرفته نتوانستند و انتخابات را در وقتش اجراء نتوانستند
در سال ۲۰۰۱ وقتی کفار بالای افغانستان بسیار به غرور و تکبر حمله کردند
فکر میکردند که شاید یک عسکر شان هم تلف نشود و افغانستان را مفت و جفت اشغال خواهند کرد
لیکن کرامت اولیاء

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x