افغانستان

کابل؛ ترافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

تېره شپه ناوخته د قره باغ په باریک‌اب سیمه کې د واده د موټرو ترمنځ شوې ده.

د واده دغه موټر د کاپیسا په لور روان و، چې په یاده سیمه کې يې ترافيکي پېښه وکړه.

امنیتي چارواکي وايي د وژل شويو تر څنګ ټپیان هم شته او مالي زیان هم اوښتی دی.

تر اوسه د دقیق شمېر ټپيانو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x