افغانستان

عبدالسلام ضعيف: زما په نامه جعلي فيسبوک پاڼې مه جوړوئ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف د فيسبوک له جعل کارو کاروونکو غوښتي چې دده په نامه جعلي فيسبوک پاڼې مه جوړوئ.

په يوه ويډيويي پيغام کې چې ملا عبدالسلام ضعيف له خپلې شخصي فيسبوک پاڼې نه خپور کړی ده ويلي دي چې دده په نامه ځينو کسانو په فيسبوک کې پاڼې جوړې کړي دي چې له هغه پورې هيڅ تړاو نه لري.

ضعيف په دغه ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې دغه پاڼې که هرچا په هر نيت جوړې کړي وي بايد بندې يې کړي او زياته يې کړه چې هغه په فيسبوک کې يو حساب او يوه پاڼه لري.

هغه وويل چې زما په نامه په فيسبوک شپږ پاڼې موجودې دې چې هغه هيڅ له ما پورې اړه نه لري او هر چا چې جوړې کړې که يې د خير يا شر په نيت جوړې کړې وي له هغو څخه يې هيله کړې ده چې دغه صفحې بندې کړي.

ملا عبدالسلام ضعيف په داسې حال کې په ويډيو کې ښودل کيږي چې په ځيرک تيلفون کې يې خپلې پاڼې او حساب ښودلی او ويلي يې دي چې له دغه دوو ادرسونو پرته دده په نوم په فيسبوک کې نورې پاڼې جعلي دي.

ضعيف وويل چې دده پاڼه تر ډیره علمي ده او کله کله له همدې لارې د سياسي چارو او حالاتو په اړه هم خپل
دريځ روښانه کوي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ طالبانو په کندهار ولايت مقام بريد وکړ او ددې ولايت امنيه قومندان په ګډون ګڼ چارواکي يې په کې ووژل، په فيسبوک کې ملا عبدالسلام ضعيف ته منسوب يوې جعلي پاڼې څخه د قومندان رازق په اړه تبصره نشر شوې وه او د هغه وژنه يې غندلې وه.

که څه هم ښاغلي ضعيف په دغه پيغام کې هغې موضوع اشاره نه ده کړې خو ويلي يې دي چې زما په اړه چې څه نشر شوي دي هغه سم نه دي.

په هغه تبصره کې چې د ملا عبدالسلام ضعيف له جعلي پاڼې څخه نشر شوي وه « په کندهار کې يې د طالبانو له لوري د قومندان رازق وژنه غلطي بللې او ليکلي يې وو چې قومندان رازق يو وطن پرست او د ګاونډيو هيوادونو ظلامانه کړنو ته په ښه توګه ځواب ورکولای شو.»

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ملا عبدالسلام ضعيف په نامه د فيسبوک صفحې جوړې او ورڅخه ليکنې او دريځونه خپاره شوي وو چې مخکې هم نوموړي دغه کړنه رد کړې او په فيسبوک کې يې د خپلې پاڼې وضاحت کړی و.

د ښاغلي عبدالسلام ضعيف فيسبوک پاڼه په دې ادرس موندلای شئ.

https://web.facebook.com/ASZaeef

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x