تازه خبر: دپاکستان په بلوچستان ،سند او پنجاب کې دزلزلې شدید ټکانونه

Map_of_Pakistan(نن ټکی اسیا) اوس لږ شیبه وړاندي دپاکستان په وخت دشپې یوه بجه او درویشت دقیقو باندی دزلزلې شدیدو تکانونو دکراچی لاهور ملتان او کوټې مختلفې سیمې ولړزولې .

دزلزلې شدت دریختر په درجه 7.3 ثبت شوي او تر یوه منته پورې یې دوام درلود .

په سیمه کې عینی شاهدان وايي په ټوله سیمو کې ودانۍ په سخته لړزه کې وي او دسیمې خلګ له خپلو کورونو دباندی ووتل دتکبیر نارې یې وهلي.

دزلزلې مرکز په بلوچستان صوبه کې د ډالبندین غرب ته په پنځوس کیلومتری کې ناران ته څیرمه سیمه بلل شوې .

ویل کیږی چې د زلزلې ټکانونه دومره شدید وه چې تر په هندوستان کې تر نیودلهی او په امارات کې په تر دبي پوري لا ورسیدل.

له سیمې نه تراوسه پوری دکوم ځاني او مالي زیان خبر نه دي ورکړل شوی. د یادوني وړده چې په 2005 کې په پاکستان کې ورته زلزله شوی وه او 73000 کسان یې وژلي وو.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.