افغانستان

مټیس: د رازق وژنه زموږ پر کارونو اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس وايي د جنرال رازق وژنه یوه پېښه ده چې اوږدمهاله اغېز نه لري.

هغه نن جمعه (۲۷تلې) په سنګاپور کې یوې غونډې ته وویل، دوی د رازق وژل کېدو ته په داسې سترګه نه ګوري چې ګواکې حالات به بدل کړي.

مټیس وویل له میلر سره يې لا خبرې نه دي کړي، خو په وینا يې د طالبانو دا دعوه نه مني چې برید د دوی نفوذي ملګري کړی دی.

هغه وویل موږ باید پلټنه وکړو چې برید چا کړی، په خبره يې اوس د ټاکنو وخت دی او دعوه يې وکړه چې دوی د «افغانانو دفاع ته دوام ورکوي.»

د امریکا دفاع وزیر د جنرال رازق له منځه تلل یوه ضایع بولي، خو زیاتوي داسې ضایع ده چې فکر نه کوم اوږدمهالې اغېزه به ولري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بهرنیانو قومندان سکاټ مېلر، چې له دې بریده روغ وتلی، د رازق په وژل کېدو خواشيني ښوودلې او زیاته يې کړې ده چې یو «ملګری» يې له لاسه ورکړ.

جنرال رازق د کندهار له والي زلمي ویسا، د ملي امنیت رییس عبدالمومین او ګڼو نورو چارواکو سره پرون (پنجشنبه، ۲۶تلې) د طالبانو په نفوذي برید کې د کندهار ولایت مقام کې د ننه ووژل شو.

په دې برید کې دوه امریکایان هم وژل شوي او یو بل ټپي دی، خو سکاټ مېلر سلامت په تېښته بریالی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د چرخ آغا صاحب

دعوه میکند که کشتن رازق بالایشان تأثیر ندارد
اگر تأثیر نمیداشت هیچ او را در مملکت دیگر باید یاد نمیکرد
و دیگر اینکه خود انتخابات در افغانستان یک پروژهء امریکاییست
تأثیرش را همگی میبینند که انتخابات در قندهار یک هفته به تعویق افتاد
و این را هم هر صاحب منطق میداند که
وقتی زندگی رازق برای امریکا فایده مند بود
پس حتمٱ مرگش برایشان نقصانی میباشد

جميل

د متيس په وينا كي دوي خبري د تامل ور دي:
يوه داچي دى ولي وايي چي د رازق وژنه اغيز نلري، معنا داچي بيخي دير اغيز لري. دا داسي ده لكه يو سو كسه چي په توره تياره كي روان وي، په دوي كي يو وايي چي زه نه بيريژم، بابا تاته چا وويل چي ته بيريژي تا پخپله زان إفشاء كى چي ته بيريژي .
بله داچي د لا ولي تَر اوسه د خپل اعلى قوماندان سره خبري ندي كري، يا داچي سخت تپي دى او د خبرو ندى، يا داچي وژل شويدى .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x