ورزش

کرېکټ: پاکستان استرالیا ماته کړه او ټیسټ سیریز یې وګاټه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او استرالیا ترمنځ دویه ټیسټ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د ۳۷۳ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

لوبه کې لومړی پاکستان لوبډلې توپوهنه پېل کړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا فخر زمان او لوبډلمشر سرفراز ۹۴-۹۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د استرالیا لوبډله له پېله د ستونزو سره مخ شوه، چې محمد عباس په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د استرالیا لوبډله د ۱۴۵ منډو په جوړولو وسوځېده، عباس ۵ او بلال اصف ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دویمه پاڼۍ کې پاکستان یو وار بیا توپوهنه وکړه چې غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه، ددوی لخوا بابر اعظم په ۹۹ منډو وسوځېد، سرفراز ۸۱ او فخر زمان ۶۱ منډې جوړې کړې، پاکستان استرالیا ته د دوه ورځو په درلودلو ۵۳۸ منډې هدف وټاکه.

استرالیا په ټاکلي هدف پوره کولو کې یو وار بیا د محمد عباس توپ اچونې مخه ونشوه نېولی، ټوله لوبډله یې د ۱۶۴ منډو په جوړولو وسوځېده، او همدا ډول یې د ۳۷۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه. دا د پاکستان لپاره په ستر توپیر لومړۍ بریا ده.

محمد عباس په ټوله لوبه کې ۱۰ ویکټې واخیستې، چې په مرسته یې د یادې سیالۍ او د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ مساوي پای ته رسیدلې وه چې په یادې بریا سره پاکستان سیریز په ۱-۰ وګاټه، له دې وروسته په ۲۴م نومبر به د درې شل اوریزو سیالۍ پېل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x