نړۍ

سعودي د خاشقجي پر وژنه اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د سعودي لوی څارنوال استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه اعتراف کړی، خو ادعا يې کړې، چې خاشقجي د قونسلګرۍ مسؤولينو سره د شخړې پر مهال وژل شوی دی.

د سعودي لويې څارنوالۍ ويلي، چې د پېښې په تړاو يې د قونسلګرۍ اتلس کارکوونکي د څېړنو په موخه نيولي، څلور لوړپوړي ډيپلوماټان يې له دندو ګوښه کړي او د استخباراتو په تشکيلاتو کې يې د اساسي بدلون اعلان کړی دی.

د سعودي رسمي خبري اژانس نن سهار وختي د لوی څارنوال له قوله ليکلي: «له لومړنيو څېړنو معلومه شوې، چې سعودي هېوادوال جمال خاشقجي -رحمه الله- وفات شوی، څېړنې لا هم روانې دي، تر اوسه په دې تړاو اتلس کسان نيول شوي، ټول يې سعودي اتباع دي.»

د لوی څارنوال په وينا قونسلګرۍ ته د خاشقجي له داخلېدو وروسته د هغه او چارواکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته لاس اچول شوی، چې په پايله کې يې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سعودي رسمي خبري اژانس د چارواکو له خولې نقل کړي، چې له لفظي شخړې او لغتو سوکانو وروسته خاشقجي وژل شوی او « او زياتوي، چې چارواکي د حقيقت د روښانولو لپاره هڅې کوي او د پېښې مسوولينو سره به حساب کتاب وکړي.»

سعودي دا منلې، چې د خاشقجي په اړه يې داسې نښې نښانې ترلاسه کړې وې، چې هغه بېرته هېواد ته د راستنېدو هوډ لري او د دې لپاره يې استنبول کې خپلې قونسلګرۍ ته يو پلاوی لېږلی و، خو واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او نورو رسنيو ويلي، چې خاشقجي د دغه لېږل پلاوي د شکنجو له امله وژل شوی دی.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ويلي، چې د خاشقي قضيه به په هر اړخيزه توګه څېړل کيږي او په هېواد کې به د عدل له مخې ټوله پروسه پر مخ ځي.

رویټرز خبري اژانس هم د سعودي چارواکو له خولې ليکلي، چې د خاشقجي په وژنه کې د وليعهد بن سلمان لاس نشته، خو په عين حال کې يې دا منلې، چې استخبارات هڅه کوي، چې د شاهي حکومت سياسي مخالفين هېواد  ته راولي.

رویټرز دا هم وايي، چې د قونسلګرۍ موټر چلوونکي د خاشقجي جسد «ځايي همکار» ته سپارلی او هغه هم نه پوهېده، چې دا څه شی دی.

د خاشقجي په قضيه کې لومړی غبرګون د امريکا جمهوري پلوه سناتور ليندرزي ګراهام په خپل ټويټر پيغام کې ویلي: «لږ تر لږه زه د سعودي کيسه نه شم منلی او ما ته مشکوکه ښکاري؛ ځکه چې سعودي مخکې هم ويلي و، چې  خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی دی.»

د لويې څارنوالۍ په دغه راپور کې د وليعهد په ګډون ټولو لوړپوړو چارواکو ته برائت ورکول شوی، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې ګڼو باوري سرچينو دا ويلي و، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.

امريکايي رسنيو تر دې وړاندې ليکلي و، سعودي هڅه کوي، چې بن سلمان ته برائت ورکړي او پر ځای يې د استخباراتو مسؤولين د قربانۍ پسونه کړي.

اوس همداسې شوي، چې د استخباراتو مرستيال احمد عسير، د شاهي ديوان سلاکار سعود القحطاني، د استخباراتو د بشري سرچينو مرستيال عبدالله بن خليفه او د استخباراتو رياست کې د عامه امنيت مسؤول رشاد بن حامد المحمادي له دندو ګوښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

په دجالی دموکراتیکه نړی کی دروغ ویل ، فتنی او درغلی هنر دی که دا هم ګټه ونه لری بیا له زوره کار اخلی . وایی ، [ چه رښتیا راځی درواغو به وطنی ورانی کړی وی ] دا چه خاشقجی د سعودی د غلامی او عیاشی کورنی سره اختلاف نظر درلود، مهمه نه ده چه څه لیدلوری یی درلود،اختلاف نظر جرم نه دی زه باور لرم چه د سعودی د غلامی او فاحشی کورنی د مظالمو په ضد لیدلوری به یی خامخا درلود. په هر صورت، سیاسی اختلاف نظر د دجالی دموکراسی د بیان د ازادی له مخی جرم… نور لوستل »

سوله اوربند

اقبال صاب،صبا ته د دا تبصره ،لندن تیمز نیوز ته هم ورکړه.زبردست تحلیل کونکی او شنونکی یی،د ستا تبصره می محمد سلمان ته هم ولیږله.ورته می ولیکل چه افغان شنونکی له لندن څخه دا تحلیل کړی،کالی مالی د ټوله وه،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x