افغانستان

د کابل په ګډون ګڼو سيمو کې د رايو ورکولو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل):د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼ شمېر نورو سيمو کې هم د چاودنو او  نښتو راپورونه خپاره شوي دي.

ټاکل شوې وه، چې د رايو مرکزونه به سهار اته بجې پيل شي، خو تر يوولسو بجو لا هم ګڼ شمېر مرکزونه تړل شوي او پر يو شمېر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي.

يو چاودنه د کابل ښار په چهاردهي سيمې چهار قلعه ليسه کې شوې ده. همدارنګه د احمد شاه بابا مېنې ارزان قيمت سيمې د احمد شاه بابا د نجونو په ليسه کې هم چاودنه شوې ده.

د خوست، ننګرهار، کونړ، بدخشان، غور، کندوز، بلخ، کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د رايو پر مرکزونو بريدونه او چاودنې شوي دي، چې له امله يې په ډېرو سيمو کې د رايو مرکزونه تړل شوي دي.

طالبانو د دغو بريدونو او  چاودنو مسووليت منلی او تېره ورځ يې پر عامو خلکو غږ کړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او دا يې د اشغال تر سيوري لاندې جعلي پروسه بللې ده.

د بريدونو او چاودنو سربېره  د کابل ښار او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې د ټاکنيزو موادو د ترسيل او بايوميټرک نظام د نه فعاليت او کارکوونکو نه تجربې د خلکو اندېښنې پارولي دي.

د کابل ښار کارته نو، ارزان قيمت، کلاچې او ګڼو نورو سيمو خلک وايي، چې د غرمې تر يوولس نيمو بجو لا هم د رايو مرکزونه تړل شوي او د بايو ميټريک نظام نشته او يا يې  هم مامورين په کارولو نه پوهيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دافغانانو جنگ له هغو لاتهذيبو أو لچكو بي دينو سره دى چي دير سپين سترگي أو نامرده دي .
كه توله د رءاى مركزونه هم وترل شي بيا به هم دوى خپل كاذب ارقام اعلان كي .
دا خوبه دتولو پياد وي كله چي تقريباً توله افغانستان د طالبانو په ولكه كي و، خو بيا هم كولاب د افغانستان نمايندگي كوله .
د افغانانو د نن دشمنان دير خبيث أو نامرده دي، أو هغه افغانان چي مرسته يي كوي دير بي حيا أو سخت منافق دي.

الجاج استاذ بیانزی

طالبانو د تاکنو د مخه د تآکنو د تخریبولو د پاره د اشغالګرو په لویو غلامانو زړه یخ او د افغانستان د مظلوم او مجاهد اولس زړونه خوشاله کړل جبار قهرمان او رازق هلکو یی جهنم ته ولیږل او میلر په پتلون کی له ډاره متیازی کړی وی خپلو پښو وزغورولو او تر اوسه یی په لسګونو نومول شوی مردار او لا نیولی او دا لړی به نوره هم په مخ وړی طالب مجاهدین الهی عسکر دی د الله ج مرسته او د مظلوم اولس ملاتړ ورسره ملګری دی انشالله د دجال د پاره به د عیسی ع حیثیت غوره… نور لوستل »

لونګ

بهترین جهاد دی، د پیامبر (ص) پر اوصولو عیار. لنډی ملا پرون وویل: له ټولو ښه وضعیت د شریعت پر اصولو بنا په تیرا کی ما ولید. هلته نه بجلی شته، نه تلویزیون. مکتبونه هم نشته. چونکه برق نشته د مبایل کارولو زمینه هم برابره نده. شکر دی خلک د راډیو سره هم علاقه نلری. نجونی ټولی پر کورنو ناستی دي. یا الله ته داسی یو اسلامی نظام په افغانستان کی هم راولې. طالبان هم غواړی چه هماغه دوره د امارت یو وار بیا تکرار شی. هلته چه نه مبایل و، نه ډوډی وه، نه مکتبونه او نه هم پیشرفت… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x