نړۍ

ډېر ژر به پاکستان کې هم مېرمنې خاوندانو ته طلاق ورکولی شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان مېرمنې به په راتلونکي لنډ وخت کې د دې حق ولري، چې خپلو مېړونو طلاق ورکړي او په دې اړه به قاضي او محکمې ته د رجوع اړتيا ونه لري.

د پاکستان جنګ باوري ورځپاڼې ليکلي چې د اوسنيو نکاح ليکونو له مخې ښځې د دې واک نه لري، چې خاوند څخه په خپله خوښه جلا شي او دخلعې لپاره بايد محکمې ته رجوع وکړي او دا کار د ښځو لپاره په درنه بيه تماميږي.

د پاکستان د اسلامي نظرياتي شورا مشر پروفيسر قبله ایاز ويلي، چې د نکاح ليکنو دغه طریقه زړه ده او دوی اوس پر داسې قانون کار کوي، چې ښځه له خلعې پرته خپل مېړه ته د اړتيا په صورت کې طلاق ورکړی شي.

پروفيسر قبله اياز وايي، د ديني علماوو او قانونپوهانو په مرسته داسې قانون جوړوي، چې د مېرمنو «حقونه» او  خوښي په کې په نظر کې نيول شوي وي.

د نوي فاميلي قانون له مخې سړي ته د دوهم واده لپاره د خپلې لومړنۍ مېرمن رضا شرط ده. همدارنګه د ناوې ګانو لپاره نکاح ليک له پخوا ډک شوی وي، چې هغې ته په کې د منلو او ردولو ډېر واک نه وي.

د اسلامي نظرياتي شورا مشر ويلي، چې دوی په دغه قانون کې د بدلون لپاره کار کوي او هيله يې ښکاره کړې، چې په دې اړه به د علماوو او قانونپوهانو له ملاتړ وروسته د ښځو د خوښۍ وړ قانون تصويب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دجالی استعمار ( نظم نوین جهانی ) د الهی نظام د محوه کولو د پاره سربیره پردی چه له سیاست او حکومت یی منزوی کوی په کورنیو کی د نکاح او طلاق له محوطی هم منزوی کوی .دا چه الهی نظام کی د کورنی سولییز ژوند د خوندی ساتلو د پاره میړونو ته په میرمنو څه ناڅه فوقیت ورکړی شوی نکاح کولو کی دواړه مګر په طلاق ورکولو کی یواځی میړه ته جواز ورکړی شوی په دی کی د انسانیت په سپینی لمنی تور داغ د مخنیوی د پاره دا تر سره کیږی . نظم نوین جهانی ( دجالی استعمار… نور لوستل »

لونګ

چیرته جه د طالبان پلار بیا په افغانستان کی جهاد روا بولی، او طالبان هم د مکی مکرمی فتواګانو ته غوږ ننسی خو د ملا ### او سمیع الحق په ساز اتڼ کوی. د پاکستان ملایان له بخوانه ## ول. هغوی د هیرا د منډی ټیکه دارانو ته جواز ورکړی او اوس هم پخپلو سترګو ګوری چه ځنګه د اسلام پر اصولو ملنډی وهل کیږی خو بیا هم وایی چه دلته جهاد جایز ندی خو افغانستان کی جهاد جایز دی.

سوله اوربند

ملا # فضل الرحمن چیری دی؟نو اوس باید په پاکستان د جهاد اعلان وکړی،

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x