د ولسي جرګې ټاکنې کابل ښار کې هم پوره ترسره نه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکنیزه پروسه يې له ناکامۍ سره مخ کړې او سلګونه بریدونه يې کړي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې په کابل ښار کې هم پوره نه شوې ترسره او ان دویمې ورځې ته ورسېدلې.

که څه هم سیاسي شنونکي دا د یوې ډرامې او لوبې اړخ هم بولي خو د ټاکنو کمیسیون اعتراف کوي چې د طالبانو ګواښ يې کارونه له خنډ سره مخ کړل.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په خبري کنفرانس کې نن ماښام له خلکو بښنه وغوښته او ويې منله چې ټاکنیزه پروسه له ګڼو ستونزو سره مخ وه.

هغه وویل، د کابل ښار ګڼ د رايې اچونې مرکزونه په ښوونځيو کې جوړ شوي و او د ښوونځیو ګڼ ښوونکي يې په ټاکنیزه پروسه کې پر دندو ګمارلي و، خو د طالبانو ګواښ له دندو زړه توري کړل او حاضر نه شول.

طالبانو هم وویل چې په ټول هېواد کې ۴۰۷ بریدونه کړي، ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او روانې ټاکنې يې له ناکامۍ سره مخ کړې دي.

په ولایتونو کې د رسنیزو ادرسونو له لارې هم ټاکنې یوازې د ګڼو ولایتونو په ښارونو او ان ولایتي ودانیو پورې محدودې وبلل شوې، خو ان کابل ښار کې هم ټاکنې دویمې ورځې ته وغځول شوې.

د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، دا مرکزونه به سبا بېرته پرانیستل شي او سبا یکشنبه به هم ټاکنې سهار اوه بجې پیل شي او تر څلورو بجو به پیل وکړي.

طالبانو د بلنیز کمیسیون له ادرسه پر علماوو غږ کړی چې د دې پروسې مخه ونیسي، د ښوونیز کمیسیون له لارې يې پر تعلیمي ادارو غږ کړی او د نظامي کمیسیون په اعلاميه کې يې ګواښ کړی چې ولس باید د ټاکنو له مرکزونو لرې واوسي او د دې «امریکايي پروژې» د تطبیق عاملان نه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د