افغانستان

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون: د ټاکنو کمیسیون کمزوري مدیریت ټاکنې ګډوډې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د ټاکنو د ناکامۍ ګوته د ټاکنو کمیسیون ته نیسي او په کمزوري مدیریت يې تورنوي.

د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو کمیسیون ونه شو کولی، ټاکنیزه پروسه سمه مدیریت کړي او ان پلازمېنه کې ترې مرکزونه تړلي پاتې شول.

هغه وویل، دوی ته شکایتونه ور رسېدلي دي، چې پخپل وخت به يې وڅېړي او له خلکو سره شریک کړي.

په پلازمېنه کابل کې د ټاکنیزو مرکزونو تړل کېدلو او د ګڼو نورو ناوخته خلاصېدلو د ګډ حکومت چارواکي هم غوسه کړي و.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ګډ حکومت نیم شریک او اجراییه رییس له پیله نیمګړتیا ومنله، خو په وینا يې دا يې پیل دی او د ورځې په اوږدو کې به پروسه سمه شي.

د محمد اشرف غني دویم مرستیال چې نږدې اته بجې د کابل په لوېدیځ کې یوې ټاکنیزې حوزې ته په داسې حال کې ورغی، چې د ټاکنو کمیسیون کارکوونکي لا هم نه و حاضر شوي، ټاکنیزه پروسه يې خورا کمزورې وبلله.

په ورته وخت کې لسګونه نور د رايې اچونې مرکزونه نږدې یوولس بجې پرانیستل شول او څو نور لا هم تړلي پاتې شول.

د ټاکنو کمیسیون د مرکزونو د تړل کېدو دلیل یوازې د کارکوونکي نیستي وبلله، بښنه يې وغوښته او ويې ویل د طالبانو ګواښ د دوی ګڼ هغه ګمارل شوي کسان دندې پرېښودو ته اړ کړل چې په ښوونځيو کې يې د ښوونکو دندې هم پر مخ وړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x