افغانستان

طالبان: ۴۰۷ بریدونو ټاکنې ناکامې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ټاکنیز بهیر په لومړۍ ورځ ۴۰۷ بریدونه کړي او ویلي يې دي، دغه بهیر يې له ناکامۍ سره مخ کړی دی.

طالبانو د ورځې په اوږدو کې د کړیو بریدونو کره تلفات نه دي په ډاګه کړي، خو ويلي يې دي لسګونو عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

طالب ویاند په ټولیز ډول په پښتو، دري او انګلیسي لسګونه ټویټونه کړي او د خپلو بریدونو رسنیز پوښښ يې روان ساتلی و.

نږدې ماښام مهال، طالبانو په خپره کړیو معلوماتو کې ویلي: «نن ورځ په هیواد کې د بریدونو او پيښو ټول جزئيات په مستند ډول، په لیکلي، ويډیوي او تصویري بڼو د اسلامي امارت له رسنیزو سرچینو او سوشل ميډيا څخه په منظم ډول خپاره شول چې په ښکاره توګه يې د دښمن د رسنیو سانسور شوي او کاذب راپورنه بې اساس معرفي کړل او انتخاباتي بهیر يې بشپړ ناکام وښود.»

طالبانو د هېواد په شمال کې، د تخار پر ینګي ولسوالۍ برید وکړ او څو ساعته وروسته، د ولسوالۍ مرکز ته ورسېدل.

همدارنګه يې د بغلان په برکه کې د ټاکنیزې پروسې ۷۰ تنه کارکوونکي ژوندي نیولي او ټاکنیز فعالیت يې فلج کړی دی.

په شمالي ولایتونو کې کندوز هم هغه ولایت و، چې چارواکو يې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د سلامت مرکز وړلو تایید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ماښام مهال له یوه خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، چې نن ۱۹۲ بریدونه شوي او په وینا يې ایله ۱۱ عسکر پکې وژل شوي دي.

هغه دعوه وکړه چې سلګونه بریدونه يې شنډ کړي دي او په وینا يې ځواکونه يې پر خوندیتوب بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ومنله، چې د نا امنۍ، کمزوري مدیریت او ګڼو نورو ستونزو له امله ځينې مرکزونه ان په پلازمېنه کې تړلي پاتې شول.

هغه وویل: زموږ له خوا په ټاکنیزه پروسه کې ګمارل شوي ښوونکي طالبانو ګواښلي و او یو هم دندې ته نه و حاضر شوي.

طالبان وتوانېدل چې تېره پنجشنبه (۲۶تلې) په کندهار کې د نفوذي برید پر مټ دغه سلامت ولایت له ټاکنیزې پروسې بې برخه کړي، چې ټاکنو کمیسیون وايي دوی به یوه اوونۍ وروسته هلته ټاکنې ترسره کړي.

په ورته وخت کې غزني هم هغه ولایت دی، چې د طالبانو له لوري یو اوونیز سقوط او ګڼو نورو علتونو له دې ټاکنو څلور میاشتې وروسته ټيل واهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x