افغانستان

ټاکنو کمیسیون: روزګان کې یوازې پنځه زره رايې اچول شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون نږدې نیمه شپه خبري کنفرانس کې وویل، چې تر ټولو ډېرې کمې رايې په روزګان کې کارېدلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، روزګان کې یوازې پنځه زره رايې کارېدلې دي او که کابل کې سبا په بندو مرکزونو کې ټاکنې وشي، نو مرکز به تر ټولو ډېرې رايې ولري.

هغه وویل په کابل کې ۴۵ مرکزونه د امنیتي ګواښونو او تخنیکي ستونزو له امله تړلي پاتې شوي، چې سبا یکشنبه به پکې ټاکنې ترسره شي.

صیاد وايي د ځینو منتقیدینو هغه نیوکې نه مني چې ګواکې د شپې په اوږدو کې به ډک شوي صندوقونه بیا ډک شي.

د ټاکنیزې پروسې د څار بنسټونه وايي قانوناً باید نن د ورځې په پای کې رايې شمېرل شوې وای، خو ټاکنې نیمې سبا ته وځنډېدې او شمېر به يې هم سبا ترسره کېږي.

دوی د ډکو شویو صندوقونو اړوند اندېښنه لري، چې خوندي ساتل به يې څومره ډاډمن وي.

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ د دې ټاکنو په اړه ویلي، یوازې دومره باید وویل شي چې ټاکنې وشوې، نور يې کیفیت د بحث وړ نه دی.

د سرچینې په وینا ان د کابل ښار زړه کې داسې مرکز هم موجود و، چې ۵۰۰۰ تنو پکې نوم لیکنه کړې وه، خو یوازې سل رايې پکې کارېدلې دي.

وړاندې زیاتوي په ګڼو مرکزونو کې بایومټریک ماشینونه خراب، بې نظمې، ګډوډې او نا امني هغه څه و، چې ګڼ کسانو له رایو پرته د کورونو په خوا مخه ونیوه.

طالبانو تر ټاکنو وړاندې د دې پروسې د فلجولو ګواښ کړی و، چې حکومتي چارواکو یوازې تبلیغات بللي و، خو نن د ټاکنو کمیسیون ومنل چې ان کابل ښار کې ځينې مرکزونه له دې امله تړلي پاتې شول، چې کارکوونکي يې د طالبانو د ګوښ له امله له ور سپارل شویو دندو لاس پر سر شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close