ورزش

میسي د لوبې په دوران کې د لاس ماتېدو له کبله درې اوونۍ له سیالیو بهر شو/ ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د بارسلونا مشهور کلب ستر او نامتو لوبغاړي لیونل میسي تېره شپه د سویلیا کلب پر وړاندې په خپله کوربه توب «کامپ نو» ستر لوبغالي کې د سیالۍ پرمهال د غورځېدلو له کبله لاس مات شو.

د نړۍ تر ټولو ستر فوټبالر په لالیګا مشهور هسپانوي لیګ کې تېره شپه د سویلیا کلب پر وړاندې د یوه ګول او یو اسیسټ وهلو څخه وروسته په ۱۷مه دقیقه کې د توپ ترلاسه کولو په کوښښ کې پر ځمکه پریوت چې له کبله یې د ښي لاس څنګل هډوکی مات شو.

د بارسلونا کلب په خپله ټویټر پاڼه د لیونل میسي د ټپي کېدو په اړه تازه خبر خپور کړ، چې پر ځمکه د پریوتو له کبله د میسي ښي لاس څنګل هډوکی مات شوی، او له کبله به یې درې اوونۍ له هر ډوله سیالیو بهر وي.

https://www.youtube.com/watch?v=By5e1TBYTZg

یوه اوونۍ وروسته د ریال میدرید او بارسلونا کلبونو ترمنځ د ۲۰۱۸م کال «ال کلاسیکو» ستره سیالۍ ترسره کېدونکې ده، چې له ۲۰۰۷م کال وروسته به په دغه سیالۍ کې په لومړي وار لیونل میسي او کریستیانو رونالډو ګډون نه کوي، دغه سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

کریستیانو رونالډو تېر کال د ریال میدرید کلب سره د اروپا اتلانو لیګ ګټلو نه وروسته دغه هسپانوی لیګ پریښود او د اټالوي لیګ یوونتوس سره یې نوی تړون لاسلیک کړ چې اوس د یوونتوس لوبډلې په ګټه لوبیږي.

د بارسلونا کلب او د ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي مینوالو لپاره د خواشینۍ خبر دی، چې تر ټولو ستره سیالۍ «ال کلاسیکو» کې به نوموړی ګډون نه کوي.

د یادونې ده چې د بارسلونا او سویلیا ترمنځ سیالۍ کې بارسلونا سویلیا کلب لوبډلې ته په څلور-دوه ماتې ورکړه، د بارسلونا لخوا لومړی ګول برازیلي لوبغاړي کواټینو د میسي په پاس، دویم ګول لیونل میسي د سواریز په پاس، درېیم د یوروګوای لوبغاړي سواریز په پينالتي وهلو او څلورم ګول ایوان راکیټیچ وواهه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x