افغانستان

د ټاکنو کميسيون: تېره ورځ شپاړس ولايتونو کې ۲۵۳ ټاکنيز مرکزونه تړلي وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ناامنيو او تخنيکي ستونزو له امله په شپاړسو ولايتونو کې ۲۵۳ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو او ټاکنيز مواد پر وخت نه و رسېدلي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئیس ګلاجان عبدالبديع صياد په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې منلې، چې ډېرو مرکزونو ته ټاکنيز مواد په مناسب وخت کې نه دي رسېدلي او د کابل په شمول يې په شپاړس ولايتونو کې د سلګونو ټاکنيزو مرکزونو د تړل کېدو واقعه منلې ده.

صياد په خپلو خبرو کې له خلکو بښنه غوښتې او زياته کړې يې ده، چې په کابل کې ۴۵، پکتيا کې۵۱، په غور کې ۵۴، بادغيس کې ۷۶، فارياب کې ۱۰، ننګرهار کې ۶، سرپل کې ۶، بغلان کې ۱۵ او همدارنګه په نورستان، پروان، باميانو، ميدان وردګو او نورو ولايتونو کې يې هم د ګڼ شمېر ټاکنیزو مرکزونو د تړل کېدو خبر منلی دی.

صياد ويلي، چې په دغو سيمو کې به د رايې اچونې مرکزونه نن هم پرانيستي وي او خلک کولی شي، چې خپلې رايې وکاروي.

د نړۍ  په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې ټاکنې په دوو ورځو کې ترسره کيږي.

ټولنيزو رسنيو او غربي مطبوعاتو هم د ټاکنو پرونۍ پروسه خندوونکې ډرامه بللې.

طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

تېره ورځ د کابل په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې پر ټاکنيزو مرکزونو بريدونه او چاودنې شوې وې او طالبانو يو شمېر لويې لارې هم تړلې وې.

طالبانو ويلي، چې په ټول هېواد کې يې ۴۰۷ بریدونه او  چاودنې کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزير ويس برمک ويلي، چې تېره ورځ د ټاکنيز بهير پر مهال ۱۹۲ امنيتي پېښې شوي دي.

برمک منلې، چې د تېرې ورځې په پېښو کې لس پوليس او يو عسکر وژل شويی.

نړيوالو رسنيو ليکلي، د تېرې  ورځې په پېښو کې د لسو پوليسو او يوه عسکر په شمول ۴۴ کسان وژل شوي او ۲۳۸ کسان ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x