افغانستان

عبدالله عبدالله: یو ځل بیا پر ټاکنیزې پروسې د ولسي باور زیانمنېدو ته اندېښمن یم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): اجراییه عبدالله عبدالله وايي د تېرې ورځې ټاکنیزو ناندریو د ولس ور پاتې باور زیانمنېدو ته اندېښمن دی.

هغه له تېر ماخستن له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، داسې ستونزې موجودې وې، چې باید نه وای، زه اندېښمن یم چې یو ځل بیا پر ټاکنو ولسي باور زیانمن نه شي.

هغه ونه ویل چې تر یو ځل مخکې کله ولسي باور پر دې پروسه زیانمن شوی دی، خو ښکاري چې د خپلې دورې د ولسمشرۍ ټاکنیزې ناندرۍ يې یادولې.

عبدالله عبدالله وویل ولسمشرۍ ټاکنو اعلان به نږدې شل ورځې وروسته وشي، خو په وینا يې تر اوسه د خپلو نوماندېدو په اړه څه نه وايي.

هغه دا هم وویل چې د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ګمارنې وړاندې هم د سولې هڅې روانې وي.

په وینا يې: «طالبان له لنډمهالي حکومته بله توجیه لري، چې ګواکې د خلکو استازیتوب کوي، خو دغسې نه ده، د خلکو اراده بل څه ده.»

که څه هم طالبانو د لنډمهالې ادارې یادونه رسماً نه ده کړې، خو د بهرنیانو پر وتلو يې پرلپسې ټينګار کړی دی، چې ویل کېږي له زلمي خلیلزاد سره يې هم پر همدې موضوع خبرې کړې او د خبرو د دوام ژمنې له دواړو خواو شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x