افغانستان

ننګرهارچارواکي: چاودنه کې یوولس ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مومندره لسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې او یوولس تنه پکې وژل شوي دي،

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي پېښه د مومندري ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې او د ماشومانو په ګډون یوولس تنه پکې وژل شوي دي.

هغه وايي دغه پېښه د سړک د غاړې ماین له امله رامنځته شوې، چې پکې شپږ ماشومان، یوه مېرمن او څلور سړي وژل شوي دي.

تر اوسه د پېښې په تړاو بې پرې سرچینو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې په یاد ولایت کې د دویمې ورځې لپاره هم ټاکنې روانې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close