افغانستان

امریکايي قومندان: افغان عسکر د کندهار وضعیت نه‌شي کنټرولولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): په منځني ختیځ کې د امریکایانو قومندان جنرال جوزف ووټل وايي د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته د دوی روزل شوي افغان عسکر د کندهار وضعیت نه‌شي کنټرولولی.

اسوشټیډ پریس د دې امریکايي پوځي چاروکاي له خولي وايي، پر دې سربېره د رازق وژنه د دوی افغان همکاران د دوی له دوستي نه‌شي په شا کولی.

په کندهار ولایت مقام کې د جنرال رازق له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم وویل، چې یو ښه ملګری يې له لاسه ورکړ.

جوزف ووټل وايي د رازق په وژل کېدو به د دوی د افغان ملګرو روحیه کمزورې نه‌شي او د دوی دوستي ته به دوام ورکړي.

Askar-am-afghan
افغان عسکر د بهرني تر قومنده لاندې

پر دې سربېره اعتراف کوي چې امنیتي ځواکونه یوازې د کندهار ولایت وضعیت هم نه‌شي کنټرولولی.

وړاندې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس هم ویلي و، چې د رازق وژل یوه پېښه وه، خو دومره لویه پېښه نه ده چې د دوی پر ماموریت به اغېز ولري.

نیویارک ټایمز ولیکل، چې امریکا له یوه اخلاصمن دوسته بې برخې شوه، چې که په یاد زون کې امریکا بل ورته اخلاصمن مزدور پیدا نه کړي، نو مجبور دي چې خپلې چارې پر مختلفو کسانو وویشي.

جنرال رازق تېره پنجشنبه (۲۶تلې) د کندهار ولایت مقام کې د ننه د طالبانو نفوذي ملګري په مخامخ برید کې وواژه، چې ورسره د دې ولایت د استخباراتو مشر جنرال عبدالمومین هم ووژل شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا سومره احمق دى، په دا ١٧ كاله يي كوني سيري شولي چي كندهار كنترول كي، مشر يي نژدي ور مردار كري و ، دى اوس ملامتيا پر افغان مرژواندي أو بي غيرته عسكر وراچوي، سو زانته إبراء وركي، چي يعني زمونژ باديگاردان هلته نه وه موجود. دا د طالب وارى دى أو د هغه توكل پر الله(ج) دى، چي په زيرخانوكي هم زني پت شي بيا هم خطايي نه زني لري.
ژر سپى د چغال ورور دى ، همهغسي بي همته أو بي غيرته امريكايان، همهغسي يي روزل شوي غلامان .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close