نظــر

ای خلکو د مظلومانو او د هغو د پاته کسانو آزار او ښېراوو ته مو پام وي!

ابوالوفاء

هسي خو زموږ په ګران هيواد کي له ډېر پخوا څخه پر بې وسانو، بې وزلو او اسکېرلو خلکو باندي ډول ډول ظلمونه روان وه، خو پر دې هيواد باندي د روسانو د تېري سره د دې ظلمونو بازار ډېر زيات تود سو. بيا د امريکايانو د اشغال سره د ظلمونو، مرګ ژوبلو، جاسوسيو، پر ديپالني، ورانۍ او شر، اداري فساد، غلاوو او غصبونو او زورواکيو بازار تر تاوده لا تود سو. په دې کي که څوک ترديد يا نې ونو کوي یا په ځينو ناموجهو دلايلو ځينو ته برائت ورکوي او يا يې ان ستايي دا نو بيا يا د هغو د عقل نيمګړتيا باله سي او يا د ظلم او باطل پلوي کوي. له بده مرغه زموږ په هيواد کي دغسي ډېر خلک، ناځوانه ځوانان، جاهل او نيمه لوستي او عوام کالانعام او په کرايه اخيستل سوي اجيران سته چي نه شخصيت لري، نه د حق او باطل تر منځ توپير کولای سي، نه خپل ځان ته خپلواک ماغزه، فکر او وجدان لري.

دغسي ساکښان عفو دي او د دوی په اړه حضرت رحمان بابا رحمة الله علیه موږ ټه ډېره ښه او حکيمانه توصيه کړې ده، هغه فرمايي:

مه غوږ باسه د نا اهلو قيل او قال
په کار نه دی قيل او قال د بد سګال

يا به هسې پوچ ګويي کاندې آغازه
چې مضمون يې نه مردار وي نه حلال

لکه چي پوهيږو امريکايانو پر ګران هيواد باندي د خپل نيواک او ظلمونو د پيلولو سره سم خپل ډېر پخواني ګومارلي او جواسيس او نوي جذب کړي نوکران، د بدو سوابقو لرونکي عناصر، د شر او فساد توکي، جاهل، نالوستي، لنډغر، فحشا خپروونکي، غله، داړه ماران او زورواکان زموږ د پتمنو خلکو پرځانونو، مالونو، ازښتونو او هر څه واکمن کړل. دا تر لمر روښانه ده چي دغو عناصرو او بادارانو يې په دې اوولسو کلونو کي زموږ بې دفاع او بې وزلو خلکو ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي او هغسي ظلمونه يې پر کړي، چي نه چنګېز، کړي، نه انګرېز او نه روس او نه نورو.
له دغو ظالمانو څخه يو هم د خلکو په ژبه د وېش لغړی رازک دی. رازک نه لوستی وو، نه له اسلامه خبر وو، نه له سياسي او هيوادنيو، ملي مسايلو.

ده چي درلودل بې منطقي وه، سرټمبه ګي، سخت زړه توب، ځناورتوب، بې رحمي، د بې ګناهانو د زورولو، ربړولو او وژلو او بې پته او بې عزته کولو سره مينه او د پيسو ټولولو سره مفرطه علاقه . طبعاً امريکايي تاړاکګرو ته تر ټولو دغسي کسان غوره او د پام وړ وی. له بله پلوه په کندهار کي هم د کرزي او د کرزي د وابسته ګانو، د امريکايانو سره د اړيکو لرونکو پرديپالو، خاينانو، لوړرتبه فاسدو چارواکو، د کندهار په هوايي ډګر کي د امريکايانو د چوپړيانو، قرارداديانو، غير ملي سوداګرو، قوم خورو مخورو او د هيواد د خپلواکۍ په اړه د سرناخلاصو او بې تفاوتو کسانو رازک او د هغه انډيوالان خوښ وه. څنګه چي دا کسان په خپله هم په ډول ډول ملي او انساني جرمونو کي ښکېل او ککړ دي او د اشغال په شتون او چوپړ کي دوی د پانګو او ارګاه بارګاه څښتنان سوي دي ځکه نو اشغالګران او د رازک غوندي کسان له دې امله چي د هغو ځانونه او ګټي ساتي خوښوي.

حقيقت دادی چي د اشغالګرانو دغه چوپړيان يوه محدوده خاينه ډله ده چي د هيواد په ملي مسايلو کي د دوی خوښي او ناخوښي يا د يو چا ستايل او يا پر چا بد ويل او څرګندوني او رايه هيڅ ارزښت نه لری، بلکي چي مهال يې راسي د دوی د هر يوه سره به حساب کيږي او هر يو به د خپلو ملي ضد عملونو او جرمونو په سزا رسيږي.
لکه چي ومو ويل رازک يو نالوستی وګړی وو، خو چي اشغالګرانو يې د ده دغه ناوړه صفات وليدل هغه يي د خپلو ګټو د ساتلو او د خلکو د زورولو او تر فشار راوستلو لپاره وړ او موزون کس وليد، ځکه يې نو راپورته کړ، لاس يې پرتېر کړو پالش او آرايش يي کړ او د خپلو شومو موخو د تر سره کولو لپاره يې چمتو کړ.

رازک هم د بادار په امکاناتو ځان غوندي لنډغر، غله او داړه ماران پر ځان راټول کړل او د اشغالګرانو او کرزي خاينانو د ګټو د ساتلو لپاره يې د کندهار په امنيتي ادارو کي په دندو وګومارل.

دغي د لنډغرو ناولي مجموعې په تېرو اوولسو کلونو کي داسي جنايت نه دی پرې ايښی چي نه دې وي کړی.

ټولو کندهاريانو ته پته ده چي دغو جانيانو په سلګونو بې ګناه انسانان وژلي، د خلکو شته يې لوټلي، د ځينو کسانو پر ناموسونو يې تېري کړي او ډېر د عزت خاوندان يې سپک او بې عزته کړي دي.

د جنايتکار رازک او د هغه د پليتي ډلي د ګردو جنايتونو د يادولو لپاره يوه بېل کتاب ته اړتياده، خو دلته به زه د دغه پليت او شوم موجود د جنايتونو د يوه شريک چي اوس هم په کندهار کي په واک کي دي د هغه جنايت کيسه درته وکړم چي زما د ورور په مقابل کي يې تر سره کړ.

دغه جنايتکار د رازک په امر او توافق د څو رينجر سپرو توپکيانو سره زما د ورور کور تلاښي کړ، هغه يې بې له کومي ګناه له مسجده د ماخستن تر لمانځه وروسته وايست، په خپل شخصي زندان کي يې واچاوه او دومره يې وهلی وو چي يو لاس او يوه پښه يې ورماته کړې وه، بيا يې ملي امنيت ته سپارلی وو. د ملي امنيت دژخيمانو دومره وهلی وو چي ټول بدن يې په وينو لژند وو او په دغه حال کي د کندهار د بشر د حقوقو د سازمان دوو تنو کارکوونکو ليدلی وو، دژخيمانو اجازه نه وه ورکړې چي تصويرونه يې واخلي. خو وروسته د کندهار د بشر د حقونو ادارې د بشر د حقونو مرکزي دفتر ته دغه د سترګوليدلی حال په رسمي مکتوب تصديق کړ، خو په کابل کي د بشر د حقونو سازمان د غور او څېړني کولو وعده وکړه اما هييڅ يې ونه کړه. بيا محکمې زما پر ورور د اعدام فيصله صادره کړه، خو په ډېره خواري او خغاستو مو دوه کاله وروسته ضعيف او نحيف او ناروغ له محبسه راوايست، بيا چي يې هر څه تداوي کوله نه ښه کېدی او بالاخره وفات سو.

خلاصه دا چي دغه لغړي او د ده نورو جرمي ملګرو بله هيڅ داسي شاهکاري نه ده کړې بې له دې چي د امريکايي استعمار او د استعمار د ګوډاګيانو په پلوي يې په سوونو بې ګناه مسلمانان او پر هيواد مين پښتنانه په قتل رسولي دي. دغسي پرديپالو قاتلانوته چي څوک پښتانه او اتلان وايي د مظلومو پښتنو سره ستره جفاکوي.

دا پښتانه هيڅ نه بلل کيږي، بلکي ملي خاينان او وطنپروشان او حرفوي قاتلان او د خاينانو د ګټو خوندي کوونکي باله سي. خو د ژړا ځای دی چي ځينو کسانو د دغه عفريت په وير کي ساندي او انګولاوي ګډي کړي دي او دې د تاريخ جنايتکار قاتل ته پښتون، قهرمان او هغه او دا وايي او پر له منځه تلو يې اوښکي تويوي؟!

جالبه ده دغه په زيي انسانان پر دې سر بېره د هغه پرچمي کمونيست جبار قهرمان ستايني هم کوي، چي يو ځل يې د روسي استعمار لپاره د افغانستان په وراني او د افغانانو په وژلو کي ونده اخيستې وه او بيا يې د امريکايايي ښکېلاک لپاره هم ډول ډول جنايتونه وکړل. قرآن کريم څه ښه ويلي دي چي عوام د بوده ګانو غوندي دي ، بلکي تر هغو لاهم بتر دي. رښتيا چي قرآن د خدای معجز کلام دی او رښتيا چي عوام په تېره بيا زموږ عوام تر بوده ګانو هم بتر دي. عجيبه ده دوی په دې نه پوهيږي چي د دوی په دې له ضمير او وجدانه ليري خبرو به د دغو جنايتکارانو له خوا د شهيدو سوو بې ګناهانو د پاته کسانو زړونه نور هم داغدار او زهير سي.

که دغه رازک لغړی چي يو نالوستی پردي پال او قسي القلبه موجود وو قهرمان او شهيد واوسي، نو هغه کسان چي ده او د ده بړيڅو وژلي دي څه او څوک دي، هغوی به نو خدای مکړه نه وي شهيدان؟

بله د تعجب خبره داده چي څنګه د کندهار ځينو خلکو د دغه لغړي ورور چي په هيڅ شريعت او قانون د کندهار د امنيه قومندانۍ وړتيا نه لري او تر رازک سل کوټي بتر دی پر خپلو ځانونو باندي بې له کومي اړتيا او مجبوريته د امنيه قوماندان په صفت پيشنهاد کړ؟ آيا په کندهار کي مسلکي او د کار وړ پوليس افسران لږ دي چي دوی دغه لنډغر د امنيې قواندان کوي ؟ دوی به يې هم خدای ته ور وړي.

په هر صورت اوس هم د خوشالۍ ځای دی او ښه سو چي دغه کثيف عنصر خدای ورټول کړ، الله دي د ده هر هډ د دوږخ اورلړوني کړي، اوهغو ناپوهانو ته چي خواوي يې په بدي دي اول خدای هدايت وکړي او که نه الله دی دوی او د دوی کورنۍ د دغو ظالمانو له خوا د ګلګون کفنو شهيدانو په برخليک اخته کړي، چي دغه د ړانده قومي تعصب له امله د دوی د مستيو او لنډپاريو خوند وڅکي او ورمعلومه سي چي د وطن د شهيدانو د پاته کسانو او نورو مسلمانانو زړونه يې څومره زورولي او زوکلولي دي.

الله جل جلاله وايي:

إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ . سورة الشورى، آية: ۴۲.

ترجمه: مؤخذه او سزا هغو کسانو ته متوجه ده چي پر خلکو ظلم کوي(پر عزتونو، بدنونو او شتويې تېری کوي) او په ځمکه کي په ناحقه سرغړوني (او زياتي او تکبر کوي اوګناهونه تر سره) کوي. د دغسي کسانو لپاره (په آخرت کي) دردوونکی عذاب دی.

همداراز وايي:

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ. سورة ابراهيم، آية :۴۲.

ترجمه: او (ای پيغمبره!) اوس ته داسي مه ګڼه چي دغه ظالمان څه کارونه کوي(مومنان زوروي، خلک د لوی څښتن له لاري راګرځوي او داسي نور ګنهونه ترسره کوي) الله له هغو څخه ناخبره دی. (یعني: د مجرمانو سزا ورکول يې پرې ايښي دی. نه ! داسي نه ده، بلکي الله ډېر ښه په خبر دی او هيڅ شی ځني پټ نه دی). هغه دغو وګړو ته (د هغو سزا)تر هغي سختي ورځي پوري ځنډوي چي په هغې کي د خلکو سترګي(له ډېري حيرانتيا څخه) رډي راوخېژي.

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْيَمَنِ فَقَالَ: «اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهَا لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ الرَّبِّ عَزَّ وَجَلَّ حِجَابٌ» رواه البخاري ومسلم.

ترجمه: حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي : کله چي زه رسول الله صلی الله عليه وسلم يمن ته د والي په توګه لېږلم راته ويې فرمايل: د مظلوم له ښېرا څخه ځان ساته، ځکه د هغه د ښېرا او الله جل جلاله تر منځ کوم پرده او حجاب نسته.

نو ای هغو کسانو چي د جاهلو پردي پالو پر مړينه ساندي واياست لږ خو ځير سئ، د نفسي عناد او جاهلي تعصب پر بنا د اشغالګرانو او د هغو د زبونو ګوډاګيانو پلوي پرېږدئ، که نه د دغو ګوډاګيانو له خوا د شهيدو سوو آزار به مو ووهي ! او آخرت او حساب او کتاب هم سته !وما علينا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ابوالوفاء وروره خپل احترامات تاسو ته وړاندي کوم او تاسوته ستاسي دشهيد ورور تسليت وړاندي کوم او هغه ته دلوي څښتن ج څخه دجنتونو لوړ مقام غواړم. زه هم دميډيا له لاري ټول دغه ظلمونه او نارواحوي تعقيب کوم. درد مو يودي، زما په کورني هم همداسي حال تير شوي او تيريږي. دغه ددالرو ليوني سپي، فاشيستان که دهرقوم دي، خو دافغانستان په تاريخ تري نورداسي بدنام خلک نشته. الله د دغه داړماران سره ددوي دکورنويو هلاک او تباه کړي او زموږ هيواد د خداي ژر ددغو بيدينه ظاليمانو څخه خلاص ګړي. درازق او قهرمان په مورد وايم چه” جزأ… نور لوستل »

ابوالوفاء

کاروان صاحب محترمه زه هم خپل سلامونه او درناوي درته وړاندي کوم . بس ګرانه وروره پر موږ او تاسي او نورو ټولو مظلومانو باندي دغه ويرونه او کړاوونه زموږ پر ګران اسلامي ټاټوبي باندي د امريکايي وحوشو د تېري او اشغال زېږنده دي. زه پوهېږم چي د دغو درنده ګانو او ډالر مستو جاهلانو د ډول ډول ظلمونو په نتيجه کي زموږ د مسلمانو خلکو ډېري کورنۍ په ډول ډول ويرونو اخته سوي دي او د دې غميزي لړي اوس هم ادامه لري. انا لله وانا اليه راجعون. خو يوازينۍ چاره داده چي موږ هر يو په زغم، صبر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x