د ملي لوبډلې دوه ستر آلراونډران نن د یوه بل ماتولو په کوښښ کې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ لومړۍ پړاو نن د یوې سترې سیالۍ په درشل کې پای ته رسیږي، چې د نړۍ دوه ستر آلراونډران د ای پي ایل په پایلوبه کې د یوه بل د ماتولو کوښښ کوي.

نن د اکتوبر ۲۱مه د یکشنبې په ورځ د ګلبهار افغانستان غوره لیګ پایلوبه کې د محمد نبي لوبډله (بلخ لیجنډز) او د راشد خان لوبډله (کابل ځوانان) مخامخ کیږي، دغه لوبه به له ماښام وروسته د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې پېل شي.

په یاد لیګ کې ټولو پنځه لوبډلو ګډون کړی و، چې کندهار لوبډله په لومړي پړاو کې بهر شوه، خو نورو څلور لوبډلو (بلخ لیجنډز، ننګرهار لیپرډز، کابل ځوانان او پکتیا پینترز) نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه، چې ننګرها د بلخ او پکتیا د کابل په لاس له سیالیو بهر شوې، په پای کې بلخ او کابل د نبي او راشد په مشرۍ پایلوبې ته لار وموندله.

محمد نبي او راشد خان د نړۍ دوه ستر لوبغاړي دي، چې د هېواد بهر په ډیرو لیګونو کې لوبیدلي او په خپله وړتیا یې نړۍ ګوته په غاښ کړې، که له یوې خوا محمد نبي د توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم ښه ثابتېده خو اوس یې راشد خان په توپوهنه کې هم ځواب وایي.

راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ لومړی توپوهونکی، او لومړی آلراونډر دی، چې محمد نبي په یادو سیالیو کې د آلراونډرانو په لیست کې په درېیم نمبر دی.

دواړه لوبډلې د ننۍ اتلولۍ ګټلو وړتیا لري، خو د کریس ګېل، کولن مونرو، ټين ډیسکاټې، درویش رسولي او محمد نبي په لرلو د بلخ لوبډله د کابل لوبډلې په پرتله چې لوک رونکي، حضرت الله ځاځي، لوري ایوانس او راشد خان لري پیاوړې بریښي.

د دواړو لوبغاړو کارکردګۍ ته په کتلو په یاد لیګ کې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو ښه ځلیدلي، چې له برخې یې محمد نبي په لومړۍ نیمه پایلوبه کې غوره لوبغاړی او راشد خان په دویمه نیمه پایلوبه کې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو کې دوه سیالۍ ترسره شوي چې دواړه سیالۍ بلخ لوبډلې په ستر توپیر ګټلې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د