د رازق د پلویانو پراډاکس

لیکنه: سید احمد غزنوي

پنج شنبه ماسپښین، د کندهار ولایت مقام کې دننه ډزې وشوې، دې ډزو کې د کندهار امنیه قومندان رازق، د ملي امنیت مشر حسین خیل او د ۴۰۴ زون قومندان محمد نبي الهام ووژل شول او د کندهار والي توریالی ویسا، دوه امریکايي سرتیرې ټپیان شول او د ناټو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر په تېښته بریالی شو.

له پېښې سمدستي وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حملې مسؤلیت په خپله غاړه واخیست او بریدګر یې خپل کس باله.

پښتانه وایي، میړه مړ کړه؛ خو میړانه یې وساته. د رازق پلویانو د طالبانو دومره تکتیکي او مؤثره حمله زړه ته نه لویده. خپله طالبان وایي چې حمله مونږ کړې او حمله کوونکی زمونږ کس دی، خو دوی نارې سر کړې چې نه رازق امریکا او پاکستان وواژه.

دوی استدلال کوي چې ګواکې د رازق او میلر ترمنځ لفظي شخړه د ډیورنډ خط پر سر د اغزن تار پر نصبولو شوې، همدا لامل شوی چې امریکا او پاکستان دې رازق ووژني.

خو دوی د رازق د وژنې اصلي لامل له یاده باسي. دوی له یاده باسي چې رازق د طالب، القاعده او پنجابي تر نوم لاندې سلګونه افغانان په ټانک پسې ژوندي کش کړل، سلګونه یې له ښاره ترور او تر میاشتو شکنجې وروسته په ریګونو کې واچول. سلګونه عام افغانان چې یواځې پر سنت طریقه به یې ځان برابر کړی وو، بې له محکمې به یې په برقي شاټونو مړه کړل. دوی دا هیروي چې یو دوکاندار یې له دوکانه بیولی، په شخصي زندان کې یې دومره شکنجه کړی وو چې د مخ پوست یې شکېدلی، ژامه او ټول غاښونه یې مات، وروسته یې جسد په عامه لار کې غورځولی وو. دوی هیر کړل چې همدې رازق د بشیر احمد ریان په نوم محصل د پوهنتون د امتحان له پارچې پورته کړ او داسې یې شکنجه کړی وو چې د ګوانتنامو شکنجې ډیر شرف پرې لري.

دا د رازق د وحشت یوه نمونه وه. نو په دومره کسانو کې چې ده زورولي وو، یو داسې څوک به نه وو چې انتقام ترې واخلې هغه هم په افغانانو غوندې انتقام جویه خلکو کې؟

که ښه ځیر شو؛ په افغانستان کې یو له هغو څېرو چې امریکا ته ډیر وفادار پاتې شوی، د هغوی هر امر ته یې لبیک ویلی، د هغوی لخوا د هر وحشت کولو ته یې هو ویلي، هغه د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وو.

رازق ددې خاورې اوسیدونکي د طالب، القاعده او پنجابي په نوم په هر هغه ډول وحشت، چې زده یې وو ووژل، بې عزته او بې آبرو کړل. رازق له شخصي زندانونو نیولې بیا تر برقي شاټونو، ژوندي په موټر پسې کشولو، ترور، ډلییز جنسي تیریو… هر څه د امریکا په خوښه ترسره کول.

له پاکستان سره یې هم دښمني د میډیا او تبلغاتو په حد کې وه، ددې لپاره چې عام خلک وغولوي او ځان وطن پال وښيي؛ د پاکستان پر ضد څو سطحي خبرې به یې د رسنیو مخ کې وکړې.

کنه نو اصل کې د پاکستان ښه یار وو. د سپین بولدک دوه مشهور او غټ کلي لقمان او جهانګیر یې د یوې معاملې له مخې پاکستان ته ډالۍ کړل، حال دا چې د همدې کليو پر سر جګړو کې له داوړو لوریو لسګونه نظامیان او ولسي خلک ووژل شول. خو تر معاملې وروسته پاکستان د سپين بولدک ولسوالۍ همدو کلیو ته برق ورکړی، سرشمېرنه یې پکې وکړه او شناخت کارتونه (تذکرې) یې وویشلې.

ورور یې تادین چې د ده مالي مسؤل او ټولو جنایاتو کې ورسره ملګری وو؛ په باډر کې له پاکستاني همکارانو او شریکانو سره په ګډه قاچاق کاوه. له یوې وړې رېړۍ نیولې بیا تر بار وړنکو موټرو په هر څه کې د رازق د باج برخه مالومه وه.

ښه نو چې رازق امریکا او پاکستان سره دومره وفاداري او انډیوالي لرله، دوی ولې دومره احمقان شول چې خپل یار وژني؟ داسې یار چې ځای ناستی موندل یې ډیر وخت او زحمت غواړي.

خو که احیانا رازق امریکا او پاکستان وژلی وي، بیا نو پلویانو ته یې لازمه ده چې ورشي له امریکا او پاکستان څخه یې پوښتنه وکړي. هم امریکا او هم پاکستان معلوم آدرسونه لري. امریکا او پاکستان څخه دې پوښتنه وشي چې ولې مو وژلی او څرنګه مو ووژلی؟

همدغه د رازق پلویان په عین حال کې هم د رازق د پلوي نارې وهي او پر مرګ یې ویرونه کوي، هم د دوی پر وینا د رازق له قاتلینو چې امریکا او پاکستان دي، یاري پالي. په یارانه کې یې دومره مبالغه کوي چې آن خپل روزي رسان او حاکمان یې ګڼي. چې دا نو ښه مالوم پراډاکس دی. هم یې پر رازق زړه خوږیږي هم یې له قاتل سره ناڅي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترم غزنوي صاحب
اسلام عليكم و رحمةالله
سنگه چي تاسو ليكلي: هم يي پر رازق زره خوژيژي هم يي له قاتل سره ناسي.
دا هغه بي إيمانه أو بي همته دي چي كه صبا يي همدا پاكستان أو أمريكا پر تولو زنانه و ور پورته شي أو دوى هم هر سهار يوه سپيره(چپلاخه) ووهي خو يو سو روپى په خوله كي ورواچوي، بيابه هم دوي په ركوع، لاس په نامه ورته ولار وي أو هري ناروا ته به يي وايي يس سر.

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

جمیل صاحب،د کومو کسانو اولادونه چه د انګریز خدمت ته د شپی او د روځی لاس په نامه ولاړ وی ،نو د هغوی پلارونه خپلو اولادونو ته وایی چه، ویل دان می دوهتر.هیله ده چه اینده کی د قلم حرمت واساتی.پاکستان پښاور کی ته وی،کیدای شی پیسی یی خوله کی در کړی وی،اوس لندن کی هم ته یی چه نعری ورته وهی چه یېس سر ام ریدی،موږ ته ځان مه سپینوه،

صافي
میلمه
صافي

غزنوي صيب، الله د بركت دركري