افغانستان

چمن او پېښور کې د پاکستان د مخالف جنرال غايبانه جنازې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار د وژل شوي امنيه قومندان جنرال عبدالرازق غايبانه جنازه په پېښور او ورپسې نن د کندهار سپين بولدک ته څېرمه چمن ښار کې هم وشوه.

وړمه ورځ په پېښور کې د نېشنل ګوند په مرکز کې د ياد ګوند يو شمېر پلويانو د پخواني کميونسټ جنرال او د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماند جبار قهرمان او جنرال رازق جنازې وکړې او نن بيا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په  مشرۍ يو شمېر کسانو د جنرال رازق غایبانه جنازه وکړه او هغه يې په «په هېواد مين» سړی بللی دی.

محمود خان اڅکزی د پاکستاني پوځ تر ټولو نږدې سياستوال بلل کيږي او ورور يې محمد خان اڅکزی له تېرو پنځو کلونو راهيسې د بلوچستان والي و.

محمد خان اڅکزی د پاکستان د پاليسۍ جوړولو کمیټې غړی دی او په تېرو پنځو کلونو کې، چې هغه د بلوچستان والي و، پاکستان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې له چمن څخه تر پکتيکا او ننګرهاره ازغن تار ولګاو.

افغان تاريخ پوه حبيب الله رفيع ويلي، چې د ازغن تار او کټارو د لګولو قراداد محمود خان اڅکزي اخيستی و او په کندهار کې د پاکستان مخالف جنرال له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ازغن تار پر وړاندې پټه خوله و او يو ځل يې تېر کال له پاکستاني پوځيانو سره لنډمهاله نښته وکړه، چې وروسته د مذاکراتو له لارې پای ته ورسېده.

د دغو مذاکراتو پر مهال  جنرال رازق پاکستان ته دوه ستر  «جهانګير او لقمان» کلي پرېښودل، چې له تاريخي پلوه د ډيورنډ کرښې څخه دېخوا د افغانستان په خاوره کې و.

د پېښو ډېری څارونکي د جنرال رازق او پاکستان دښمنۍ ته د شک په سترګه ګوري او جعلي يې بولي.

د څارونکو په وينا د پاکستان لپاره دا هېڅکله د منلو نه شي کېدای، چې  يو څوک دې پر خپله خاوره د پاکستان د دښمن ستاينه او يا هم د جنازې کولو جرئت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x