له پارلماني ټاکنو وروسته

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د ملي یووالي حکومت لکه تأسیس چې یې د هیواد د اساسي قانون خلاف او پارلماني ټاکنې یې هم چې تر دری کلن ځنډ وروسته تر سره شوې د اساسي قانون خلاف له جعل، تقلب او تزویر څخه ډکې وې.

د امنیتي ګواښونو مدیریتي او تخنیکي ستونزو په پلمه دوهمې ورځې ته د ټاکنو غزول یو بل همداسي سیاسي بدعت دی چې نه د افغانستان په مروجه او نه هم د ټاکنو په اړه په نړیوالو قوانینو کې ورته مجوز موجود دی.

د ټاکنو کمیسون د شکایتونو د اوریدو برخې مسؤل ښاغلی علي رضا روحاني وايي چې د تیرې ورځې په جریان کې تر پنځه نیم زره زیات رسمي شکایتونه هغوی ته رسیدلي دي.

د بایومیټریک دستګاه چې ترټاکنو وړاندې د ټولو ټاکنیزو ستونزه د حل وسیله بلل کیده له هغې سره د ټاکنیزو چارواکو د نابلدې له وجې خپله همدا وسیله په مشکل بدله شوې او په ډیرو ځایونو کې د هغې له استخدام سره د کارکوونکو د نابلدې له امله ټاکنیز بهیر له ځنډ سره مخ شو.

له دغو ټولو ستونزو سره سره په همدغسي جنجالي ټاکنیزه پروسه کې تر دولتي چارواکو د ملګرو ملتونو لیوالتیا ډیره زیاته وه چې دا په خپل ذات کې د پوښتنې وړ خبره ده.

ځکه چیرته چې په ټاکنیزې پروسې کې نه د عام ولس د مشارکت امکانات میسر وي ، نه د رایه ورکوونکو او انتخاباتې ناظرینو امنیت خوندي وي او نه هم د ټاکنو تر سره کوونکی جهت پر ټول ولس حاکمیت لري هلته به څرنګه د عادلانه او شفافو ټاکنو تر سره کیدل شونی وی؟

که طالبان د دولت د مخالفینو په توګه د ټاکنو مخالفت کوي او تر خپلې واکمنۍ لاندې ساحه کې یې مخنیوی کوي، په کابل کې میشت هغه سیاسي جریانونه چې په مجموع کې یې دا حکومت منلی او د هغه تر واکمني لاندې خپل سیاسي فعالیت کوي ولي روانې ټاکنې مسخره او له تقبله ډکې بولي؟

که فرض کړو چې همدا ټاکنې د حکومت د ادعاء پر اساس شفافي او عادلانه ټاکنې او د هغوی په ترڅ کې ولس خپل استازي پارلمان ته معرفي کړي ایا دغه استازي به وتوانیږي چې افغان ولس له هغه ناورنه خلاص کړي چې همدا اوس ورسره مخ دی؟

ایا امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت به واقعا هم د ولس د همدغو منتخبو استازیو داسې پریکړې ته اعتبار ورکړي چې هغه د امریکايي منافعو خلاف وي؟
نه هیڅکله نه …

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا مهمه نده چي څو کسو رای ورکړی او ياداچي څو صندوخه د رای ورک شول اويا داچي طالبانويي څومره مزاهمت وکئ. که شپږ کسه هم رای ورکړي،دوي به يي شپږ مليونه اعلان کي او ټوله نړۍ به يي ومني او افرين به هم ورته ووايي.
دا پارلمانيان پخپله هم ښه پوهېږي چي د دوي خبري او فيصلي کوم اهميت نلري،د دوي خوشحالي په دي کي ده چي داسلام خلاف عمل يي وکئ اود ډيرو پيسو خاوندان به هم شي.