ورزش

حمید حسن: که په نړیوال جام کې ولوبېدم له کرېکټ سره به مخه ښه هم وکړم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې له راتلونکې ۲۰۱۹م کرېکټ جام وروسته له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کوي.

په یارکر توپ او ویکټه ویشتنه نوم لرونکی حمید حسن چې له ډيرو کلونو راهیسې د پښو له ټپونو کړیږي، غواړي په یو ورځني نړیوال جام کې د افغانستان په ګټه څو محدودې لوبې ترسره کړي.

حمید حسن په دغه مرکه کې له خپلو مینوالو خوشالي وښوده او زیری یې ورکړ چې ډير ژر به د افغانستان ملي لوبډلې سره یوځای شي، نوموړي ارزو وښوده چې په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کې به د مینوالو پرمخ یو وار بیا د افغانستان پټۍ له سره وتړي او د خپله هېواد په ګټه توپ اچونه وکړي.

د خپلو ټپونو په اړه حمید حسن وویلې چې لا هم له پښې (زنګون سترګې) څخه کړیږي خو ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به د لوبو جوګه وګرځي، د نوموړي په وینا د روغتیا نه وروسته غواړم د افغانستان لپاره څو لوبې ترسره کړم او بیا له کرېکټ سره مخه ښه وکړم.

حمید حسن د خپلې استعفا په اړه وویل چې که په راتلونکې نړیوال جام پورې ښه شي او لوبډله کې د څو لوبو موقع ورکړل شي، شاید د نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړي، او خپل ځای ځوان لوبغاړو ته پریږدي.

۳۱ کلن حمید حسن د افغانستان په ګټه ۳۲ یو ورځنۍ او ۲۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ټولې یې ۸۸ ویکټې اخیستې دي، نوموړی تر دې دمه په زیاتو ویکټو کې د افغانستان له مخکښ ویکټو اخیستونکو څخه دی.

حمید حسن په ۲۰۰۹م کال کې د سکاټ لینډ لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه، په دغه سیالۍ کې نوموړي ۳ په زړه پورې ویکټې اخیستې وې، خو بدبختانه وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې په ۲۰۱۶م کې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه چې په دې لوبه کې يې هم ۲ ویکټې يې ترلاسه کړې وې.

د یادونې وړ ده چې حمید حسن اوسمهال په افغانستان کرېکټ غوره لیګ کې د یو مبصر په حیث ګډون کړی، نوموړی د تبصرې ترڅنګ د ځوان چټک توپ اچونکو سره خپلې تجربې هم شریکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x