افغانستان

غني د «برياليو ټاکنو» په اړه له خلکو مننه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ولسي جرګې د ټاکنو د دوه ورځنۍ پروسې کې د خلکو ګډون ډېر او دغه ټاکنې يې بريالۍ بللي دي.

غني تېره شپه ولس ته په ويډيويي وينا کې ويلي: «زه له تاسې ټولو مننه کوم، چې د خپل راتلونکي مسير د بدلون په موخه مو په ټاکنو کې بې ساری ګډون وکړ او له تاوتريخوالی مو رد کړ.»

د ګډ حکومت مشر زياته کړه: «تاسې طالبانو ته ثابته کړه، چې دوی نه شي کولی، د چا فکرپه زور کنټرول کړي، تاسې څو ځله د طالبانو له لوري ګواښل شوي ياست، خو تاسې دغه ټول تهديدونه غورځولي او زور ته نه ياست تسليم شوي.»

هغه په ټاکنو کې د ښځو له ګډونه هم مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې بايد په ولسمشريزو ټاکنو کې هم دغه ډول ګډون وکړي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي.

اشرف غني په داسې حال کې د ټاکنو پروسه بريالۍ بللې، چې يو لور ته د ټاکنو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو له امله د پلازمېنې کابل په ګډون په نږدې شلو ولايتونو کې سلګونه ټاکنيز مرکزونه تړل شوي وو او همدارنګه د ټاکنو د کميسيون بې تجربې مامورينو له امله هم دغه ټاکنې د اندېښې او خندا وړ بلل شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو سلګونه داسې ويډيوګانې خپرې شوي، چې تر غرمې او ماسپښين دوو بجو د ټاکنو مرکزونه د خلکو  پر مخ تړل شوي وو، په ځينو ځايونو کې مامورين نه و رسېدلي او په ګڼو سيمو کې د بايوميټريک ماشين کار نه کاو، چې له امله يې د سياسي ګوندونو سربېره ډېری کانديدان نهيلي دي.

د د ټاکنو د کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صیاد د دغو ګډوډيو له امله له خلکو بښنه غوښتې او زياته کړې يې ده، چې ډېری مرکزونه د مخالفينو د ګواښونو له امله تړل شوي وو او له همدې امله يې تېره ورځ هم په ګڼو مرکزونو کې د دوهمې ورځې لپاره د رايې اچونې لپاره مرکزونه پرانيستي وو.

واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او نورو رسنيو دغه ټاکنې ډرامه او له ګډوډيو ډکې بللي، خو حکومت بيا هم ټينګار کوي، چې بريالۍ وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x