نظــر

د رازق خان په ځای ولي سکاټ میلر په نښه نه شو ؟!

شاهد (غزنيوال)

تیره ورځ په نن ټکي آسیا کې زما د نشر شوې مقالې په غبرګون کې یو شمیر منتقدینو دا پوښتنه مطرح کړې چې طالب برید ګر ولي د جنرال رازق په ځای امریکايي جنرال سکاټ میلر نه کړ په نښه ؟ ځکه د طالبانو داعیه خو دا ده چې د دوئ د بریدونو اصلی هدف امریکايي اشغالګر دي نه د هغوی اجرتي ملاتړي دا خلي ځواکونه.

دا ریښتیا هم داسې یوه پوښتنه ده چې نن سبا د هرچا ذهن ورباندې مصروف او ځوابولو ته یې د معقول استدلال ضرورت دی.

خو که همدغو درنو پوښتونکو له رسنیو سره د کندهار د مرستیال والي ښاغلی حاجي اغا لالي او کندهار پخواني والي ښاغلی شیرزي څرګندونې اوریدلې وي نو له شکه پرته چې په هغو کې به یې تر ډیرې کچې د خپلې اندیښنې او پوښتنې حل موندلی وي .

ښاغلی حاجي اغا لالی له پژواک خبري اژانس سره په خپلې مرکې کې داسې وضاحت کوي:

(( د غونډې له پای ته رسېدو وروسته والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس او نور چارواکي د ولایت مقام په شاتنۍ برخه کې چورلکې ته انتظار وو او د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر یې رخصتاوه چې دغه کس د انارو کارتنونه راوړي او هم مهاله یې لومړی پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او بیا نورو ډزې کړې دي.))

دلته که لیږ د ښاغلي اغا لالي څرګندونو ته ځیر شو هغه وايي د غونډې له پایته رسیدو وروسته والي ، امنیه قومندان … او د ناټو عمومي قومندان یې رخصتاوه …

له دې خبرو څخه په وضاحت سره دا جوتیږي چې طالب برید ګر د سکاټ میلر تر رخصتیدو وروسته دغې ساحې ته داخل شوی چیرته چې همدا اجل نیولې دولتي چارواکي د عکس اخیستولو لپاره سره راټول شوي وو ، ځکه د سکاټ میلر د موجودیت په حالت کې ناشوني ده چې د جنرال رازق خان له باوري ساتونکو پرته دي نورافغان ساتونکي د هغوی د شتون ساحې ته مسلح ور پري ښودل شي.

د ولایت په مقام کې د غونډې په مهال ښکاره لیدل کیږي چې د رازق خان او والي ویسا په شمول ټول داخلي مسؤلین خلع سلاح او داسې ناست دي لکه امریکایانو چې یرغمل کړي وي.

فقط د سکاټ میلر امریکايي مسلح ساتونکي دي چې په همدې مهمې غونډې کې ګوته په ماشه د هغه شاته ولاړ او د خپلو وسلو شپیلې یې د والي ویسا او رازق خان اورمیږونو ته نیولي دي.

د امریکايي چارواکو په غونډوکې افغاني چارواکي د وسلې لرلو حق نه لري:

په ګډ حکومت کې دا یو حتمي معمول دی چې د امریکايي چارواکو د شتون په صورت کې په هیڅ غونډه کې افغاني لوري ولو که هغه د ولسمشر او یا د کابینې په کچه مسؤلین هم وي حق نه لري چې له ځان سره وسله ولري.

تر دې چې د کابینې له غړیو سره د ناټو او امریکايي چارواکو د ملاقات په مهال هم د هغوی تر راتګ وړاندې د غونډې ځای ولو که هغه د وزیر دفتر وي هم مخکي ترمخکي پر هغوی باندې د بي باوري له وجې د پولیسي سپیو او حساسو کشفي آلاتو په وسیله په دقت پلټل کیږي .

دا تشه تبلیغاتي ادعاء نه ؛ بلکې هغه واقعیت دی چې له ولسمشر غني نیولې د کابینې تر هرغړې پوري ټول ورباندې اعتراف لري او هره ورځ ورسره مخ وي.

نو ځکه طالب برید ګر و نکړای شو چې تر رازق خان وړاندې سکاټ میلر په نښه کړي ، ځکه د سکاټ میلر د شتون په صورت کې خپله رازق خان د وسلې لرلو اجازه نه لرله نو بریدګر به څرنګه له وسلې سره د سکاټ میلر د شتون ځای ته ځان رسولی او بیا هغه په نښه کړی وای.

د پیښې د حقیقت یابي په غرض باید په ساحه کې د (CCTV) ریکارډ وکتل شي:

مونږ د خپلې ادعاء د سپیناوي لپاره په دوو شیانو استدلال کولای شو او دا وایو چې برید له ساحې څخه د سکاټ میلر تر وتلو وروسته رامنځته شوی دی:

لومړی : دا چې د سکاټ میلر په شتون کې د هغوی شخصي ساتونکي افغاني ځواکونو ته په ساحه کې د مسلح ګرځیدو هیڅ اجازه نه ورکوي او که کوم څوک له دې څخه مخالفت کوي هغه مستقیما ویشتل کیږي او د دښمن خیال ورباندې کیږي.

چې ډیر ځله د بهرنیو او داخلي سرتیرو ترمنځ دغسي پیښې رامنځته شوي هم دي چې دولتي چارواکو بیا هغه په لفظي شخړې تعبیر کړي دي.

دوهم : داچې د ولایت په همدې خوندې ساحې کې چې یواځې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو د مخه ښې لپاره تر تیب شوې په لسګونو مراقبتې کامرې (CCTV ) نصب شوې که دولتي چارواکې یا بل هرکوم شنونکی په دې اړه څه شک لري هغه دې لطفا دپیښې د پوره روښانتیا لپاره د مراقبتي کامرو اخیستل شوی ریکارډ وګوري چې برید دقیقا څه وخت او څرنګه پیل شوی؟.

همدغه کامري خو جنرال رازق خان او ښاغلی ویسا د خپل ځان د یادګاري انځورونو د اخیستلو لپاره نه ؛ بلکې د یوه دغسي حساس حالت د معلومولو لپاره نصب کړي چې باید اوس د پیښې د اصلي جریان د معلومولو لپاره د هغوی اخیستل شوي ریکارډ وکتل شي.

د بریدګر پوځي دقت او مهارت

د طالب بریدګر له هغو انځورونو څخه چې په خواله رسنیو کې نشرشوي ښکاریږي چې نوموړی ډیرکم عمره او تنکی زلمی دی ، خو د برید په مهال د ده له پوځي دقت څخه بیا جوتیږي چې نوموړی په خپل مسؤلیت کې نهایت ماهر او دقیق و ؛ ځکه چې په هماغه فوق العاده حساس وضعیت کې چې حتما به تر سخت ډار او رواني فشار لاندې و په یوه خاص مهارت سره د ویشتنې لپاره داسې مهم اهداف په نښه کړې چې تر امریکايي جنرال سکاټ میلر وروسته هر یوه خپل مهم پوځي او سیاسي اهمیت درلود.

جنرال رازق خان د کندهار امنیه قومندان او امریکایانو یوه تر ټولو قابل اعتماد شخص په توګه ، د کندهار والي ، د کندهار د ملي امنیت رئیس د کندهار د قول اردو قومندان او دری تنه امریکايي سرتیري… ټول هغه مهم او لومړۍ درجه پوځي او امنیتي کسان دي چې د کندهار ولایت مشرتابه یې تشکیلوله.

د ملي ټلویزون کوم خبریال چې ویشتل شوی هغه د خپل مزاحمت قرباني شوی ځکه د ښاغلی ویسا او آغا لالي د څرګندونو له مخې نوموړی د بریدګر د برید مزاحمت کړی چې له هغه وروسته د بریدګر لخوا ویشتل شوی.

که د ده مزاحمت نه وي ښايي د بریدګر قیمتي مرمۍ د ده په ځای د امریکايي سرتیرو په وژلو مصرف شوې وای.

د بریدګر دغه دقت او مهارت ته په کتوسره که چیرته امریکايي جنرال سکاټ میلر په ساحه کې موجود وای حتما به د ده لومړنۍ مرمۍ د جنرال رازق د زړه په ځای د سکاټ میلر تر زړه وتله ، ځکه چې د رازق خان ټول پوځي اهمیت او شرارت د همدي سکاټ میلر له وجې و.

خو له دې ټولو قرائنو او د طالب بریدګر له پوځي دقت او مهارت سره سره که بیا هم څوک پرهغه نیوکه لري نو زه ټولو همدغو ښاغلیو منتقدینو، پارلماني وکیلانو، شنونکو او د جنرال رازق خواخوږیو ته چې پر طالب بریدګر د امریکايي جنرال سکاټ میلر د نه ویشتلو او د هغه په ځای د افغاني جنرال رازق خان پر ویشتلو نیوکه لري دا په جسارت وایم چې که هغوي ریښتیا له جنرال رازق سره خواخوږي لري او غواړي چې د هغه د وژنې ټول جزئیات ورته واضح شي نو هغوی دي لطفا د کندهار له امنیتي او کشفي چارواکو او په مجموع کې له دولت څخه په جدي ډول وغواړي چې د ولایت په ساحه کې د نصب شویو څارونکو کامرو (CCTV) د هماغې ورځې ریکارډ دي مکمل له رسنیو سره شریک کړي …

که د کندهار امنیتي چارواکي او په مجموع کې د ګډ حکومت رهبري دا کار وکړي یقینا چې د پیښې په اړه د هرچا پوښتنې به ورکې په کلي ډول ځواب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طيب

محترمہ تر میلر لغړ‎ئی مھم وو ځکہ چی دمسلمانو زړ‎ونہ میلر نہ لغړ‎ئی دردولی وو

حاجی ملا ټراکتور

غزنوی صاحب تشکر.ټول ولس پوهییږی چه دا پلانونه د طالیب له سویه څخه ډیر اوچت دی.مثال زه د تریکتور درییور یم .زه چه ادعا وکړم چه ګویا ما د زړه اپریشن کړی،دا به څوک ومنی؟یو تریکتور دراییور څنګه د زړه عملیات کولای شی؟دا پلان سړی قاتل طالیب .توپک یی د روس.پیسه د ایران.طرح د پلان د پاکستان وه.مسله پیچلی ده ،بل مثال،که چیری دلته هدف هم امریکن وه،نو په غزنی ښار کی هیڅ امریکن نوه ولی ټول غزنی طلیبانو چپه کړ؟په دا وړو ولسوالی کی هیڅ امریکن نشته،ولی یی لومړی طالیبان ونیسی ،او بیا ولسوالی ،سړک،مکتب هر څه له خاوری… نور لوستل »

طيب

كوم دولت هـغه (فروفیسرانجینرمتفکر بلډوزر) دولت چی کورونہ ناموس وینہ ھرڅہ یی دخاورو سرہ راخاوری کړ‎ل

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x