افغانستان

واشنګټن پوسټ: د کندهار پېښه کې لوړپوړی امريکايي جنرال ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکي، چې د کندهار ولايت ماڼۍ کې د تېرې اونۍ په بريد کې د افغان چارواکو سربېره لوپوړی امريکايي جنرال هم ټپي شوی دی.

د واشنګټن پوسټ په وينا د امريکايي پوځ بريد جنرال جيفري سمايلي د کندهار ولايت په ماڼۍ کې د بريد پر مهال ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نيويارک ټايمز هم د نوم نه څرګندولو په شرط د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې په دغه پېښه کې يو امريکايي جنرال، يو ملکي او يو قرادادي امريکايي ټپيان شوي، خو د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کوي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر وياند ډګروال ډيويډ بولټر ويلي: «موږ د ټپي شوو امريکايي افسرانو په اړه خبرې نه کوو.»

په دغه بريد کې د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنيت ولايتي رئيس جنرال مومن، د جنوبي زون د پوليسو مشر جنرال نبي الهام وژل شوي او د کندهار والي جنرال زلمی ویسا او يو شمېر نور ټپيان وو.

واشنګټن پوسټ او نيويارک ټايمز ليکلي،  چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر په دغه پېښه کې په لږ څه کې بچ شوی دی.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې وه، د بريد موخه جنرال رازق او جنرال سکاټ ميلر و.

د طالبانو په بريد کې ټپي شوی جنرال جيفري سمايلي په امريکايي پوځ کې دېرش کاله دنده ترسره کړې، د کليفورنيا د ملي ګارډ غړی دی، په ۲۰۰۷ کال کې جنرالۍ ته رسېدلی او له تېر اوړي راهيسې په کندهار کې د امريکايي پوځيانو د مرکز، همدارنګه د افغان عسکرو د روزنې او مشورې مشر قومندان و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x