حکمتیار ته هم ټاکنې «مسخره» ښکاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): د حزب‌اسلامي ـ حکمتیار؛ مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنیزه پروسه د باور وړ نه وه او په وینا يې «مسخره» وه.

هغه چې له یو خصوصي تلویزون سره خبرې کولې وویل، ټاکنې له ګڼو تخنیکي او امنیتي ستونزو سره مخ وې، چې باید د پراخ ګډون دعوه يې ونه شي.

حکمتیار د حکومت او ټاکنو کمیسیون دا دعوه چې ګواکې بریالۍ ټاکنې وې، ناسمه بولي او وايي چې ګڼ مرکزونه تړلي پاتې شوې دي.

په وینا يې یوازې پلازمېنه کې سلګونه تنه بې رايو پاتې شول، ولایتونو کې به وضعیت تر دې هم بدتر وي.

هغه چې د «لوی ملي ائتلاف» غړی هم دی، که څه هم پخپله يې رایه نه ده کارولې، خو خپل زوی يې په دې ټاکنو کې نوماند و.

په ورته وخت کې د ټاکنو کميسیون دعوه کوي، چې نږدې څلور میلیونه کسانو خپلې رایې کارولې دي.

که څه هم دوی ويلي و، چې نږدې اته نیم میلیونه کسانو نوم‌لیکنه کړې، خو سره له دې چې نیمايي کسانو هم خپلې رایې نه دي کارولې، بیا هم د «پراخ ګډون» دعوه کوي.

د ټاکنیز بهیر څارونکو بنسټونو هم د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله دغه دوه ورځنۍ ټاکنې د ډاډ وړ نه دي بللې.

طالبانو چې د دې ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و، په وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي، دوی وتوانیدل چې د حکومت تر لاس لاندې ساحه کې هم ټاکنې ناکامه کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا چه طالبانو غوښتل چه ټاکنی ګډوډی کړی، نقص یی چاته وشو او طالبانو ته څه پر لاس ورغلل. د خیرخانی مینی په انتحاری حملی کی ګڼ شمیر ولسی خلک شهیدان شول، آیا دا کار اسلامی عمل وو چه طالبان یی کوي. وایی چه اصحابو به همیشه چه کله پر کفارو نشوای بریالی کیدالی نو ځینو به انتحاری حملی کولی آیا دا خبره ريتیا ده؟ که رښتیا وی بیا نو طالبان ګرم ندی او درواغ وی بیا نو طالبان دی هم توبه وکړی او نور د لدی عمله لاس واخلي.

جميل
میلمه
جميل

حکمتياره ته هم ډير مسخراچي يي،تر پرونه دي ويل انتخابات،انتخابات او انتخابات،ستونۍ دی په وچ شو.
اوس چي دي اصلي انتخابات وليدل وای دا مسخره ده۰دا مسخره نده همدا انتخابات دي۰
تا خوارکي داسي فکر کړی و لکه تير د رياست جمهورې پاک انتخابات چي وه۰
جان کری خبروه۰

لونګ
میلمه
لونګ

حمیل خانه: چیری ماغوندی په آرامه ځای کی ناست یی ته د ولس له غمه څه خبر یی. حکمتیار صیب فکر کاوو چه شاید زه به یی ورجوړه کړم خو خبر نه وو چه اختیار د نورو په لاس کی ده. زه د حزب اسلامی د جبهی داکتر وم. پوره څو کاله می له محاهدینو سره کته او پورته منډی وکړی. الله د قبول کړی یو دوه واری زخمی هم شوم. تر اوسه می په هیڅ یوه حکومت کی کار ندی کړی. کله چه حکمتیار صیب کابل ته راغی زما په بدن کی هم لږ شان انرژی پیدا شوه. غوښته… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

لونګ جانه؛ دشورويانو سره د جهاد په وخت کې پر حکمتيارصيب باندي انتقاد نشته، په هغه وخت پرما هم ترنورو رهبرانو ګران و. داچي تا د مجاهدينو سره شپي او ورځي تيري کړيدي،که رشتيا ووايي په هغه وخت کي تا اويا ستاسو کوم مجاهد دا فکر کولای شول چي حکمتيار دي د ببرک او يا نجيب سره يوځای شي او مجاهدينوته دي بد ووايي او هغويته هم د يوځای کيدو(تسليميدو) دعوت ورکي . له هغي ورځي چي دئ امريکايانوته تسليم شوی او د امريکايانو د غلامۍ طوق يي په غاړه کړئ نور هغه حکمتيار ندئ،هغه اوس يو تسليمۍ دئ .… نور لوستل »