افغانستان

کابل ـ کندهار لویه لاره لا هم د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو تر ټاکنو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ـ کندهار لویه لاره د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاره چې ټول جنوب له مرکز سره نښلوي د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د دولتي کارکوونکو پر مخ تړلې او عام ولس پرې اسانه تګ را تګ کولی شي.

طالبان د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې لويې لارې موټرې تر واک لاندې کلیو ته ښکته کوي او له څه مزل وروسته يې پاخه سړک ته خېژوي، چې په دې ډول دولتي کارکوونکي په دې لاره تګ راتګ ته زړه نه شي ښه کولی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه، تازه د طالب سرتېرو پورتنی تصویر خپور کړی، چې پر همدې لویه لار ولاړ دي.

هغه لیکلي: «د کابل ــ کندهار لویه لاره د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له تیرو ۱۶ ورځو راهیسي د دښمن د هر ډول تحرکاتو په مخ تړلې ده.»

د غزني چارواکو يې پر وړاندې د کوم اقدام خبر نه دی ورکړی، خو همدې ولایت ته را غځېدلې نورې لارې هم د طالبانو تر لاس لاندې دي.

د غزني ـ پکتیکا او غزني ـ پکتیا لارې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو تر لاس لاندې دي او پرې تلونکي او راتلونکي ټول موټر د طالبانو تر څار لاندې تېرېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close