جنرال رازق له خپلو بهرنیو «دوستانو» سره

فارن پالیسي: د کندهار برید د طالبانو یوه ستره بریا

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): تېره پنجشنبه (۲۶تلې) هغه ورځ، چې د کندهار برید د حکومت د وینې جریان بند کړی او نږدې څلورویشت ساعته کې يې رښتیا ونه شو ویلی.

په کندهار کې د ولایت مقام د ننه د طالبانو نفوذي برید د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د ملي امنیت رییس جنرال مومن ووژل شول او ګڼ لوړ پوړي بهرني او کورني چارواکي ټپيان شول.

پنټاګون ایله نن ومنله، چې په دې برید کې يې لوړ پوړي جنرال جیفري سمایلي مرګونی ټپي شوی دی، چې په کندهار کې د بهرنیانو عمومي قومندان و.

فارن پالیسي په همدې تړاو خپره کړې مقاله کې دا برید د طالبانو ستره بریا بللې او حکومت يې د داسې پېښې پر وړاندې بې وسه بللی دی.

د مقالې لیکوالې اشلي جکسن لیکلي چې په ۲۰۱۴ز کال کې يې له جنرال رازق نه د فساد او صحرايي اعدامونو په اړه مخامخ پوښتنه وکړه هغه به ژر موضوع بدله کړه او نورې څرګندونې به يې لرلې.

سرچینه زیاتوي، امریکایانو د خپل واک لپاره د جنرال رازق په څېر کسان تقویه کړل، خو د دې پر باور دا یوه ناکامه لاره ده.

د لیکوالې په وینا جنرال رازق به طالب سرتېري له وژلو وروسته هم پر سړکونو غورځول.

هغې لیکلي امریکایانو له یوه اړخه دا ډول څېرې تقویه او تمویلولې له بله اړخه يې د ښې حکومتولۍ، شفافو ټاکنو او ډیموکراټیک نظام تمه هم لرله، چې په وینا يې دا ټول سره په تضاد کې دي.

سرچینه زیاتوي د رازق په وژل کېدو په جنوبي زون کې یوه خلا رامنځته شوې او لرې نه ده، چې طالبان د کندهار ګڼې سیمې بیا تر واک لاندې راولي.

په ورته وخت کې کندهار کې ځينې سرچینې وايي چې د نوي امنیه قومندان پر ټاکل کېدو اختلافونه اوج ته رسېدلي دي.

د جنرال رازق جوړه کړې مافیايي ډله هڅه کوي چې د هغه ورور تادین چې شخصي زندانونه هم لري، د کندهار امنیه قومندان وټاکي خو د هغوی مخالفین يې پر وړاندې کلک ولاړ دي.

پر جنرال رازق له برید وروسته طالبانو بریدګر ابودجانه خپل نفوذي سرتېری یاد کړ، چې ان حکومتي چارواکي يې حیران کړل، خو دا دعوه هغه وخت یقيني وخته چې طالبانو د دې بریدګر ویډيو او د هغه پېژندګلوي له خپل رسمي ادرسه خپره کړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا ویډیو چیری ته چه مونږ یی هم وینو.