لوګر: طالبانو د امريکايي عسکرو چورلکه رانسکوره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په لوګر ولایت کې د امريکايي عسکرو يوه چورلکه رانسکوره کړې ده چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پيښه نن سهار د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ په نعمتي کلي کې د طالبانو په يوه برید کې رامنځته شوې ده چې په کې ګڼو امريکايي او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې چورلکه د دوی ملګرو رانسکوره کړې ده او زیاتوي چې دغه چورلکه سيمې ته د عملياتو له پاره راغلې وه چې رانسکوره کړل شوه.

مجاهد زیاتوي چې په دغه پيښه کې لسګونه بهرني عسکر وژل شوي او ټپيان دي، خو کره شميره يې نه ده معلومه او وايي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي.

سرچينه زياتوي چې سيمې ته د مړو او ټپيانو د انتقال له پاره نورې هليکوپترې رارسېدلي دي.

تر اوسه په دې تړاو د ناټو او کورنيو امنيتي سرچينو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zaland
میلمه
Zaland

دیرښه الحمدالله