پردې پرانیستل او د لمر وړانګې مو له خونو څخه باکتریاوې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ تلې، ۱۳۹۷ل): نویو څيړنو په کور یا خونو کې د باکتریاو زیاتوالي لامل کور ته د لمر وړانګې او رڼا نه ننوتل په ډاګه کړي دي.

دوی وایي هغه کورونه چې لمر ورته نه داخلیږي او همیشه تیاره ډوله وي، د هغو په پرتله چې لمر ورداخلیږي د باکتریاو نسبت زیات وي، د باکتریاو له منځه وړلو لپاره غوره لاره پردې پرانیستل، خونه روښانه کول او د لمر وړانګې دننه کول دي.

د اوریګون پوهنتون پوهانو یوه سروی ترسره کړې، د څیړنې له مخې یې ټولو کورونو ته وړاندیز کړی چې د خونو پردې پرانیزي او د یوې نه یوې لارې ورته لمر ورسوي، ځکه چې د لمر وړانګې د باکتریاو له منځه وړلو کې خورا ښه اغیز لري.

په دغه سروی کې پوهانو د غوره څیړنې لپاره ډول ډول کورونه جوړ کړل، ځینې یې د لمر وړانګې او رڼا ته مخامخ جوړ کړل، خو ځینې نور تیاره ډوله او له رڼا څخه محروم وو، د ۹۰ ورځو سروی نه وروسته دوی وموندله، هغه کورونه کوم چې د لمر وړانګو څخه محروم وي د هغو په پرتله چې رڼا او وړانګې ورننوځي ۱۲ سلنه باکتریاوې زیاتې موندل کیږي.

دوی وایي چې د لمر وړانګو په داخلیدو سره په کور یا خونه کې تر ۶.۸ سلنو باکتریاوې له منځه ځي، ځکه چې لمر وړانګې باکتریاوې له منځه وړي او نورې وده کولو ته نه پریږدي.

له دې وړاندې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي وو چې په ښه او غوره خوب کې د خونې کړکۍ پرانیستل مرسته کوي، په دغه څیړنه کې ویل شوي وو چې کړکۍ پرانیستل که له یوې مخې خونې ته تازه هوا داخلوي خو له بل اړخه د باکتریاو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د